د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کوماندويي ځواکونو یوه بیړۍ منځني ختیځ ته استوي


امریکا د کوماندويي ځواکونو یوه بیړۍ منځني ختیځ ته استوي
امریکا د کوماندويي ځواکونو یوه بیړۍ منځني ختیځ ته استوي

د مطبوعاتو په یوه رپوټ کي ویل شوي دي چې د امریکا اردو په نظر کي لري په منځني ختیځ کي چي د ایران سره یې په روابطو کي تاوتریخوالي را پیدا شوی او نور ملکونه یې د سیاسي نا آرامیو سره مخامخ دي، د کوماندو عسکرو د پاره یوه متحرکه اډه جوړه کړي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼي نن د شنبې په ورځ د امریکا د سمندري قواو د ځینو اسنادو په حواله لیکلي دي چي اردو په نظر کي لري په یوې زړې او پخوانۍ جنگي بېړۍ کي څه بدلون راولي او هغه د کوماندو عسکرو د یوې اډې په توگه هلته واستوي چي دا به یوه ډیره لویه کښتۍ وي.

د سمندري قواو یوه نطاق ددې پلان په اړه د توضیحاتو ورکولو نه ډډه وکړه او دا یې هم ونه ویل چي دغه لویه کښتۍ به چیرته ځای پر ځای شي. رپوټونه وایي چي اسناد دې ته اشاره کوي چي دا کښتۍ به شاید د فارس خلیج ته واستول شي چي ایران گواښ کړی او ویلي یې دي چي د هورموز په تنگي کي به د تیل وړونکو کښتیو مهمي لاري بندي کړي.

د سمندري قواو نورو چارواکو واشنگټن پوسټ ورځپاڼي ته ویلي دي چي پنټگان هیله لري چي دا کښتۍ به وروسته په همدې کال کي واستوي.

د ورځپاڼي رپوټ وایي چي ویل کیږي په دې اډه کی به کوچنۍ چټکي بېړۍ او هغه هلیکوپتري ځاي پر ځاي شي چي د سمندري قواو د ( سیلز ) په نامه عسکر یې استعمالوي

XS
SM
MD
LG