د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یو ه نظامي الوتکه په ختيځې افریقا کې رالویدلې


د امریکا یو ه نظامي الوتکه په ختيځې افریقا کې رالویدلې

د امریکا یو ه نظامي الوتکه په ختيځې افریقا کې رالویدلې

د امریکا یوه نظامي الوتکه د ختیځې افریقا د جبوبټي په هیواد کې رالویدلی ده . په دې پیښه کې د الوتکې څلور واړه امریکایي نظامي پرسونل وژل شویدي. د افریقا دپاره د امریکا قومانداني وایي چې دغه الوتکه پرون د معمول پرواز په وخت کې د جنوب د هوایی ډگر نه کوم شپږ میله لیرې ولویده.

پدغه بیان کې نه د الوتکې ډول او نه هم د شرایطواو حالاتو څرگندونه شویده.

بیان وایي د حفاظتی چارو مدیره هیت د الوتکې د لوییدو د لامل د معلومولولپاره پلټنې پیل کړیدی.

جبوټی ، په افریقا کې د امریکا د نظامي اډې یواځنی کوربه ملک دی.

د امریکا دغه نظامی اډې د تروریزم ضد او د سمندری داړه مارو په ضد اجرات کوي. د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د دسمبر په میاشتې کې د دغې اډې لیدو ته ورغلی و.

XS
SM
MD
LG