د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ نوی قوماندان وټاکل شو


د امریکا د مرکزي قوماندانی لپاره نوی ټاکل شوی جنرال

د امریکا د مرکزي قوماندانی لپاره نوی ټاکل شوی جنرال

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس د امریکا د مرکزي قوماندانۍ نوی عمومي قوماندان وټاکه چې دنده یې د افغانستان او عراق د جګړو بشپړه څارنه ده.

ګیټس پرون د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د سمندري قواوو د قول اردو ستر جنرال جیمز ماټیس یې د جنرال ډیوډ پیټریس پر ځای د مرکزي قوماندانۍ د عمومي قوماندان په صفت ټاکلی دی.

جنرال ډیوډ پیټریس تیره اونۍ په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو د عمومي قوماندان په صفت وروسته تر هغه وټاکل شو چې پخوانی عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل پدې خاطر له دندې ګوښه شو چې په یوې مجلې کې هغه د جمهور رییس اوباما په حکومتي چارواکو باندې ملنډې وهلې وې.

جنرال ماټیس په اوس وخت کې د امریکا د ګډو قواوو د قوماندانۍ عمومي قوماندان دی چې دنده یې د روانو نظامي عملیاتو ملاتړ کول او راتلونکو نظامي عملیاتو پلان جوړول دي.

جنرال ماټیس په 2004 میلادي کال کې د عراق د فلوجې په ښار کې د عسکرو په رهبرۍ کې مهم نقش ادا کړی ؤ.

جنرال ماټیس باید چې اوس د امریکا د سنا لخوا منظور شي او وروسته به هغه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG