د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د جنرال آلن څخه د افغانستان په هکله سختې پوښتنې کړي


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال جان الن وايي چې ایتلافي ځواکونه په پام کې لري چې د خپل پلان پر مطابق عمل وکړي او دا چي په وتلو کې به د بیړۍ څخه کار وانخلي. په پنټاګون کې د امریکا غږ خبریال لویس رامیرز وايي جان آلن د سې شنبې په ورځ د امریکا د ولسي جرګې د وسله والو قواوو د جرګه ګۍ له خوا وغوښتل شو چې د افغانستان د وضیعت په هکله او هلته د امریکا د ماموریت په هکله د ګانګرس غړو ته معلومات ورکړي.

د جنرال الن څخه په دې هکله چې ولي لا آمریکا د یوې لسیزې نه وروسته اوس هم په افغانستان کې عسکر لري سختې پوښتنې وشوې.

د شمالي کرولینا څخه د ولسي جرګې غړي والتر جونس د جنرال آلن څخه داسي وپوښتل: ،،د امریکا اجرایه قوه او تاسو ښاغلی جنرال الن د امریکا کانګرس او خلګو ته د یوې داسي جګړې په هکله چې د میاشتې ۱۰ میلیارده ډالر پرې لګېږي او هغه هم زمونږ په وسه نه ده پوره په صادقانه توګه څه ویلای شیْ؟،،

جنرال آلن په ځواب کې داسي وویل: ،،مونږ په دې مبارزه کې یوه واضیح راتلونکې پیش بیني کوو او هغه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو له خوا د چارو رهبریت دی چې د افغانستان د خلګو امنیت وژغوري. ښاغلی د کانګرس غړی زه فکر کوم چې مونږ پر سمې خوا روان یوو او زه به بیا وروسته تاسو ته د نتایجو په هکله معلومات درکړم.،،

د یادونې وړ ده چې وروسته له هغه نه چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا پر عسکرو باندي د افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا بریدونه پیل شول د قرآن شریف سوځونه وشوه او یوه امریکايي سرتیري په پنځوايي کې ۱۶ ملکیان ووژل، د عامه خلګو فشار مخ پر زیاتېدو دی چې په افغانستان کې د امریکا په تګلارې کې بدلون راشي.

سروې ګانې ښيي چې مخ پر زیاتیدو عام امریکایان غواړي چې په افغانستان کې یې ۹۰ زره قواووې د ۲۰۱۴ کال نه مخکي ژر تر ژره راووځي.

د امریکا د پرمختګ د څیړنیزې ادارې څخه لاري کورب داسي وايي: ،،آمریکایان ویني چې افغانان چې مونږ یې روزو او مرسته ورسره کوو خپل ټوپک پر مونږ راواړوي، دوي ویني چې افغانان غبرګون ښيي د مثال په توګه د قرآن شریفونو د سوځولو مسله چې په جدي توګه یوه ناپوهه سهوه وه، اکثره امریکايي عسکر په سم لاس ځان ته جنجال جوړول نه غواړي بلکې په وضیعت باندي چې په کښي ښکیل وو په بشپړه توګه نه پوهېدل. نو کله چې عام آمریکایان دا وویني، دستي وايي چې هرڅه ځان ته حد لري مونږ په خپله امریکا کې څومره ستونزې لرو.،،

کانګرس ته په خپلې وینا کې جنرال آلن وویل چې په افغانستان کې د ناټو خسته شوي نه دي بلکې مورال یې اوس هم جګ دی. ،،قواووې پر خپل ماموریت باندي متمرکزې دي. لس کاله کېږي چې جګړه روانه ده خو قواووې د لومړۍ ورځې په شان هموغمره مسلکي دي.

ستر جنرال جان الن وویل چې ورستۍ څو میاشتې ننګونکې وې خو نوموړي وویل چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او امریکايي ځواکونو ترمنځ اړیکې د پخوا په شان قوي دي. جال الن زیاته کړه چې ایتلافي ځواکونو د طالبانو پرضد پرمختګ کړی دی او دا چي دغه پرمختګ واقعي دی. جان الن په واشنګټن کې پر مشرانو باندي غږ وکړ چې په افغانستان کې دي پر پخواني مسیر باندي پاته شي.
XS
SM
MD
LG