د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او امریکایي ځواکونه په ګډه داعش سره جنګیږي


په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه له یوې خوا په ختیځ کې د اسلامي دولت یا داعش په جنګیالیو هوایي بمباري کوي او له بلې خوا په جنوب کې د طالبانو سره په جګړې کې افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي.


د نړیوالو ځواکونو یوه ویاند برید جنرال ویلسن شوفنر د امریکا د دفاع په وزارت یا پنټاګان کې خبریالانو ته د کابل نه د ویډیو کنفرانس د لارې وویل چې " په ټول افغانستان کې داعش ښایي د زرو او درې زرو په شاوخوا کې جنګیالي ولري."

" داعش نشی کولی چې په افغانستان کې خپل عملیات د سوریې یا عراق نه رهبري کړي. هغوي نشي کولی چې په یوه وخت کې د افغانستان په څو سیمو کې عملیات وکړي. تر اوسه یې ټول تمرکز د ننګرهار ولایت په یو څو ولسوالیو کې دی. جنګیالي يې اکثره د پاکستاني طالبانو د غورځنګ پخواني جنیګیالي او یو څه یې پخواني افغان طالبان هم دي. "

جنرال شوفنر وایي " داعش غواړي چې د ننګرهار په ولایت کې د خپلو عملیاتو د رهبري کولو لپاره یو مرکز جوړ کړي خو افغان امنیتي ځواکونو د هغوي د هڅو مخه نیولې ده"

دا چې ولې داعش غواړي د افغانستان په ختیځ کې د ځان لپاره مرکز جوړ کړي، جنرال شوفنر وویل " د خراسان اسلامي ډله به وکړی شي چې هم د پاکستاني طالبانو او هم د افغان طالبانو پخواني کسان ځان سره ملګري کړي او همدا وجه ده چې دغې ډلې د ځان لپاره د ننګرهار هغه ولسوالۍ خوښې کړیدي چې د پاکستان د قبایلي سیمو سره ګډې پولې لري.


په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو محاربوي ماموریت پای ته رسیدلی خو سپینې ماڼۍ تیره میاشت په داعش د هوایي بمباریو اجازه ورکړه. د جنرال شوفنر پر وینا " همدې کار د داعش په خلاف د افغان او امریکایي ځواکونو ماموریت ګټور کړی."

د هلمند په ولایت کې د امریکایي ځواکونو د میشت کیدو په هکله په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو دغه ویاند وویل " مونږ د هلمند په ولایت کې د پوځي سلاکارانو شمیر زیاتوو او د دغو سلاکارانو د مصؤنیت او امنیت ساتنې لپاره اضافي ځواکونه دغه ولایت ته استوو. "

امریکا اوس مهال په افغانستان کې ټول ټال نهه زره او اته سوه عسکر لري.

XS
SM
MD
LG