د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په یمن د کروز توغندي وار کړي


امریکا وایي د هغوي په سمندري ځواکونو د یمن نه توغندي وار شوي.
امریکا وایي د هغوي په سمندري ځواکونو د یمن نه توغندي وار شوي.

امریکایي چارواکي وایي پوځ پرون د پنجشنبې په ورځ د یمن په هغې سیمې کې د رادار درې ځایونه په کروز توغندیو وویشتل چې د حو ثي شعیه یاغیانو په لاس کې ده.

امریکایي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې د " تامهاک" په نامه د کروز توغندي پرون د شپې په څلورو بجو وار شویدي.

د امریکا پوځ وایي چې دا برید یې پدې خاطر کړی چې د همدغو سیمو نه د امریکا د بحري ځواکونو په جنګي کښتیو توغندي وار شوي و.

جمهور رئیس براک اوباما د دغو بریدونو اجازه ورکړې وه. دا لومړی ځل دی چې امریکا په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو په اهدافو چې ایران یې ملاتړ کوي، برید کوي.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند پیټر کوک ویلي دي چې دا بریدونه د پرسونل او کښتیو د خوندیتوب په خاطر شویدي.

XS
SM
MD
LG