د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا یمن ته نږدې جنګي کښتۍ ځاي پرځاي کړي دي


د امریکا پوځ د حوثي یاغیانو د بریدونو د مخنیوي په موخه د یمن په شاوخوا اوبو کې جنګي کښتۍ ځاي پر ځاي کړي دي.

یو شمیر عرب هېوادونه او لویدیځوال ایران د حوثیانو په مالي او پوځي ملاتړ تورنوي، خو تهران دا تورونه نه مني.

د دفاع وزارت (پنټاګون) یوه چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې یادې کښتۍ به نړیواله سمندري لار خوندي کړي.

د دفاع وزارت چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ټینګار کړی چې کښتۍ د جمعې په ورځ د یمن جنوب ختیځې څنډې کې د باب المندب سیمې ته رسیدلي دي.

باب المندب هغه سیمه ده چې سور سمندرګی له عدن خلیج سره تړي او لدې لارې د نړۍ د تېلو ډېره برخه تېریږي.

یمن ته ورغلې کښتۍ په پرمخ تللو دفاعي سیسټمونو سبمالې دي او ددې وړتیا لري چې د بریدکوونکو د احتمالي حملې مخه ونیسي.

مقامات وایې چې تر رسیدو وروسته موده کې کښتیو د یمن په خاورې کې اهداف په نښه کړي نه دي.

XS
SM
MD
LG