د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي مسلمانانو په سخت دریځه کېدو خبرې کيږي


د امریکايي مسلمانانو په سخت دریځه کېدو خبرې کيږي
د امریکايي مسلمانانو په سخت دریځه کېدو خبرې کيږي

د کانگرس من پتر کینگ د پلانونو په هکله چې هغه ورته د امریکایي مسلمانانو سخت دریځه کیدل وایي زیات شمیر بحثونه موجود دي. منتقدین وایي په کانگرس کې پر دې موضوع بحث ښایي د میلونونو وفادارو امریکایانو پر ضد بدبیني راوپاروي. کینگ ادعا کوي چې هغه موکلف دی چې د امریکا د اسلامي ټولنې د ځنو برخو څخه د ترهگریز تهدید د رااوچتیدو په اړه پلټنې وکړي.

د امریکا د کانگرس د غړي پتر کینگ دفتر د امریکا غږ پوښتنو ته ځواب ور نه کړ. خو د نوموړي انترنیټ پاڼه د سي ان ان وروستنی رپوټ په ډاگه کوي چې په هغه کینگ د امریکا د اسلامي ټولنې په منځ کې د سخت دریځۍ په اړه جنجالي څرگندونې کوي.

(.. په دوه زره څلورم کې زما په عقیده په امریکا کې په سلو کې اتیا جماتونه د سخت دریځو له خوا اداره کیدل. دا د شیخ کباني د دوه زرم کال د څرگندونو په اساس و چې د بهرنیو چارو وزارت ته یې کړې وې. اوس نن ورځ زه نه پوهیږم چې ایا د اتیا فیصدو څخه به زیات وي او یا کم.)

تیره اونۍ یو هیت چې د مختلفو ادیانو ترمنځ د دیالوگ او د امریکایي مسلمانانو د علایقو استازیتوب یې کاوه د کانگرس او ټولنې غړو ته په خطاب کې وویل چې د سیاست والو د لفاظیو پر ضد دې څرگندونې وکړي.

(.. کله چې په ټولنه کې خلک د یوې موضوع په اړه مختلف نظرونه څرگندوي، دا مهمه ده چې مونږ له هغوی سره په بحث کې شریک شو. خو کله چې زمونږ منتخب چارواکي د امریکا د اسلامي ټولنې په اړه په دې توگه خبرې کوي دا یو بل ډول موضوع ده او په همدې خاطر مونږ نن دغه هیت لرو.)

ددې پلاوي غړي عکس العملونو ته په انتقادي سترگه گوري چې د هغوی په وینا د غیرمسولانه څرگندونو په وجه تحریک شوي.

(.. هغه څه چې دوی یې کوي هغه د ویرې او ډار سوداگري ده. دوی هڅه کوي په کلي توگه د عقیدې د خاوندانو ټولنه تعقیب کړي، دوی یواځې د بدو کسانو پسې نه گرځي. ددغو کسانو د ډلې هیڅ یو کس هم د یو چا په نیولو کې چې په یو ډول ترهگریز عمل کې ښکیل وي مرسته نه ده کړې.)

د نیویارک په بروکلین کې د مسجد العابدین په جومات کې عبادت د لوډسپکر له لارې په بهر کې هم د ټولو لپاره خپریږي. د گډون کوونکو په منځ کې د نیویارک د اسلامي مشرتابه شورا اجرائیوي رئیس هم شامل دی چې د اتیا فیصدو ادعا یوه افسانه بولي.

(.. ښایي یو څو جوماتونه موجود وي. کچیرې هم وي مونږ په دغه ډول جوماتونو خبر نه یو. که پتر کینگ دا پوهه لري، هغه باید ددغه مشخصو جوماتونو په اړه څرگندونې وکړي.)

ظهیرالدین وایي د امریکا په کورنۍ ترهگرۍ کې یواځې پنځه فیصده مسلمانان ښکیل دي او دا سازمان دا ډول اعمال غندي. د دوک پوهنتون یوه وروستنۍ څیړنه څرگندوي چې د وه زره یو کال راهیسې د امریکایي مقاماتو له خوا د یوسلو شلو کشف شوو ترهگریزو پیښو څخه اته څلویښت یې د اسلامي ټولنې په مرسته بربنډې شوي دي.

تیره اونۍ د نیویارک په ښار کې یهودان او عیسویان هم له مسلمانانو سره د سخت دریځې په اړه د پلټنو په اعتراض کې یوځای شول. امام فیصل عبدالروف چې په ښکته منهټن کې د جومات جوړول غواړي د کانگرس د غړي پیتر کینگ نظر ردوي.

(.. سخت دریځي د ټولو ادیانو په روایاتو کې شته. امریکایي افراط گرایان او سخت دریځه شته او همداشان مسلمان افراط گرایان او سخت دریځه. دا د افراطي توب دغه څرخ دی چې مونږ یې باید ختم کړو.)

د فدرالي پولیسو د رپوټ له مخې د امریکا د کورنۍ ترهگرۍ په گواښونو کې له سپن پوستو تفوق غوښتونکو او افراطي چاپیریال پلوو څخه نیولې تر حکومتي ضد افراطیانو او جدایي غوښتوونکو پورې شامل دي.

خو کینگ په کانگرس کې له خپل بحث څخه نه تیریږي. هغه وایي هدف یې ددې خبرې څرگندول دي چې په عمومي توگه مسلمانان ښه امریکایان دي خو د هغوی مشران هغسې نه کوي چې باید یې وکړي.

XS
SM
MD
LG