د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د میشتو مسلمانانو لپاره کرسمس یانې څه


په امریکا کې د میشتو مسلمانانو لپاره کرسمس یانې څه
په امریکا کې د میشتو مسلمانانو لپاره کرسمس یانې څه

د امریکا په متحده ایالاتو کې کرسمس یا د مسیحانو اختر یوازې د عیسوي مذهبه خلکو لپاره د رخصتیو ورځ نده ، بلکه د نورو مذهبونو خلک هم پدې ورځو کې رخصت وي او دا ورځ لمانځي.

د امریکا غږ خبریاله الیزابیت لي د کالیفورینا ایالت د لاس انجلس په ښار کې د څو مسلمانو کورنیو سره غږیدلې ده چې هغوي کرسمس څه ډول لمانځي.

سامان نمازیخاه او د هغه میرمن فاطمه د ایران اوسیدونکي دي، هغوي نه عیسویان دي او نه هم په خټه امریکایان دي. خو د کور مخې ته یې د کرسمس عنعنوي ونه او د مصنوعي واورو نه جوړ شوی انسان چې دواړه د کرسمس د لمانځلو نښي دي،لیدل کیږي. د کرسمس شنه ونه په رنګا رنګ برقونو او زري تارونو داسې ښکلې شویده چې ته به وایي په ټولې امریکا کې د کرسمس دومره ښایسته ونه بیخي نشته.

دا چې دغه ایرانۍ کورنۍ د کرسمس په اړه څه ډول نظر لري، د کورنۍ میرمن فاطمه پدې اړه داسې وایي:

" مونږ ځانونه ایرانیان، مسلمانان او امریکایان ګڼو ، مونږ د کرسمس د لمانځلو نه خوند اخلو او خپل کور هم ښایسته کوو. "

پخپله سامان نمازیخاه چې په شمالي امریکا کې د مسلمانانو د ټولنې غړی هم دی، وایي چې د هغوي په ټولنې کې د هغه نور ډیر ملګري هم د کرسمس ورځ لمانځي.

" زمونږ د ټولنې زیات غړي دا ورځ لمانځي او دا یې د ژوند یوه برخه ده. زما ډیری ملګري همدلته زیږیدلي دي او یا یې زیات ژوند همدلته په امریکا کې تیر کړیدی، هغوي دلته ښوونځیو ته تللي دي او د ماشومتوب نه ورته د کرسمس د لمانځلو فکر شته دی. "

تهمینه خان بیا د پاکستان اوسیدونکې ده او وایي چې د تیرو پنځو ویشتو کالونو راپدیخوا د ماشومانو لپاره خپل کور د کرسمس د دود سره سم ښایسته کوي.

" کرسمس د لمانځلو ورځ ده، مونږ غواړو چې پدې لمانځلو کې د امریکایانو سره مونږ هم شریک اوسیږو. دا د خوښې وخت دی او مونږ یې هم په خوښۍ سره لمانځو. "

میرمن تهمینه خان د کرسمس په ورځو کې خپلو عزیزانو ته میلمسیتا کوي، هغوي ته تحفې ورکوي او د ملګرو لخوا هغې ته هم تحفې ورکول کیږي. د سارا خان په نامه یوه بله پاکستانې میرمن بیا وایي چې هغه هم د کرسمس په ورځو کې خپل کور ښایسته کوي خو داسې کسان هم پیژني چې د کرسمس د ورځې د لمانځلو مخالفت کوي.

" هغوي داسې فکر کوي چې د کرسمس سره مسلمانان سر او کار نلري، او نه هم په اسلام کې د کرسمس په نامه څه شته دي. هغوي د عیسی علیه السلام د زیږیدو ورځ نه لمانځي. خو مونږ په عیسی علیه السلام باندې ایمان لرو نو په همدې خاطر کرسمس هم لمانځو . "

خو د لاس انجلس په ښار کې د یوه مسجد ملا امام عثمان مهدا بیا وایي مسلمانانو ته پکار ده چې د کرسمس لمانځلو ته مذهبي بڼه ورنکړي.

" دا خلک د کرسمس په مانا سم نه پوهیږي، مسلمانان په موسی علیه السلام هم ایمان لري او ایمان لرل پدې ماناچې هغه هم د اسلام د سترو پیغمبرانو د جملې نه دی خو که وګورو هیڅ مسلمان هم د پیساخ ورځ نه لمانځي. "

پیساخ هغه ورځ ده چې یهودان په مصر کې د غلامۍ نه آزاد شول او اوس هر کال د یهودانو لخوا لمانځل کیږي.

ښاغلی عثمان مهدا یو ځل بیا وایي که چیرته مسلمانان په کرسمس کې برخه اخلي هم، خو دا دې نه هیروي چې هغوي مسلمانان دي.

" په کرسمس کې برخه واخلئ او خوند ترینه واخلۍ خو دا تل په یاد ولرۍ چې عیسویت څه شی دی او اسلام څه شی دی، بله دا چې مونږ مسلمانان یو او تاسو عیسویان یاست. "

په امریکا کې دا مالومه نده چې څومره مسلمانان د کرسمس ورځ لمانځي، ځیني مسلمانان وایي چې هغوي کرسمس د مذهبي ورځ په نامه نه لمانځي او وایي چې دا خوښیو او تحفو د ورکولو ورځ ده او بس.

XS
SM
MD
LG