د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې به مسلمانان د یهودانو نه زیات شي


په امریکا کې د یهودانو یوه غټه ټولنه کوښښ کوي چې د دواړو مذهبونو تر منځ اړیکې قوي کړي. ماجد نواز چې پخوا یو سخت دریزه مسلمان و سږ کال یې د امریکایي یهودانو د ملاتړ د ډلنې په کلنۍ غونډې کې برخه اخیستې وه. هغه پخپلو خبرو کې وویل چې پخپله مسلمانان هم د سخت دریزه ډله لخوا زوریږي.

" په منځني ختیځ، اروپا، امریکا او ټولې نړۍ کې اوس په زیاته اندازه مسلمانان شته دي چې د سخت دریزه اسلامي ډلو په خلاف خپل غږونه پورته کوي. "

د همدې غونډې یوه بله ګډون کوونکې زینب ال سواج بیا وایي چې مسلمانان سخت دریزي او تشدد غندي او قربانیان یې هم همدوي دي. میرمن زینب وایي چې په منځني ختیځ کې د یهودانو سره دښمني او د هغوي نه کرکه یوه غټه ستونزه ده. هغه وایي چې د دې دښمنۍ ریښې په قران شریف کې ذکر شویدي.

" په قرانکریم کې ځیني آیاتونه شته چې وایي مونږ ټول د یوه خدای ج عبادت کوو او بله دا چې مونږ ټول اهل کتاب یا د کتاب خاوندان یو خو ځیني نور آیاتونه بیا برعکس هم راغلي دي. "

د غونډې یو بل ګډون کوونکی او د یهودانو مذهبي مشر نوام مورانز بیا وایي چې زیات شمیر یهودان حتی د هغو مسلمانانو سره د خبرو اترو نه اندیښنه لري چې معتدل نظر ولري.

" په ځینو مهمو کارونو کې پکار ده چې یو څه خطر موجود وي او د غلطیو کیدو ته هم باید چې غاړه کښیږدو. مونږ هغه چا ته د قوت د ورکولو غلطي نه کوو چې زمونږ د نابوده کیدو عزم او اراده لري. "

په امریکا کې د یهودانو د ملاتړ ټولنه چې یوه پخوانۍ اداره ده ، کوښښ کوي چې د مسلمانانو او یهودانو تر منځ اختلافات کم کړي. همدې ټولنې شاوخوا پنځوس کاله وړاندې پدې کې مهم رول درلود چې د رومان کاتولیک د کلیسګانو نه وغواړي چېیهودو ته دې د لعینو خلکو په سترګه نه ګوري.

دغه ډله وایي هیله لري چې د مسلمانانو او یهودانو اوسنۍ خبرې به هغه شان نتیجه ورکړي لکه پنځوس کاله وړاندې چې د یهودانو او عیسویانو خبرو درلوده. خو رپوټ وایي چې اوس شرایط ډیر بدل شویدي.

رپوټ وایي یوه غټه مسله چې یهودان او مسلمانان سره زیات بیلوي، د فلسطین او اسرایل تر منځ جنجالونه او شخړې دي. خو کارپوهان وایي که چیرته یو څه زره کاله پخوا تاریخ ته وکتل شي نو یهودانو او عیسویانو همدومره اختلافات درلودل لکه اوس یې چې مسلمانان او یهودان لري او زیاتوي چې هیچا داسې تمه هم نه درلوده چې یوه ورځ به یهودان او عیسویان دومره په سولې کې سره ژوند وکړي.

مسلمانان او یهودان دواړه پدې باور دي چې د دواړو ډلو تر منځ که خبرې نتیجه ورکوي، هغه به یوازې دلته په امریکا کې امکان لري.

XS
SM
MD
LG