د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي مسلمانان په انتخاباتو کې گډون ته هڅول شوي


په داسي حال کې چې په امریکا کې د دیموکرات گوند ملي لویه غونډه روانه ده. امریکایي مسلمانان هم په دغې غونډې کې د گډون لپاره راغلي دي. هغوي هلته په دغې غونډې کې د امریکایي مسلمانانو د کمیټې د مشرانو سره د امریکا په انتخاباتو کې د مسلمانانو د گډون په موضوع خبري کوي.

د گوند استاذو او د ټولنې مشرانو په مسلمانانو غږ وکړ چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د امریکایي مسلمانانو رایې د ټولو رایو یو فیصده دي خو د ټولنې مشران واېي چې په مشیگن، ورجینیا، مني سوټا او د کیلي فورنیا په ایالتونو کې د مسلمانانو رایي مهم نقش لرلې شي.

د امریکا په کانگرس کې مسلمان غړي کیت الیسن د امریکا غږ ته په مرکې کې وویل چې په امریکا کې داسي ډیرې سیمې دي چې د مسلمانانو رایي پکې ډیر اهمیت لري.

الیسن او نور مسلمان مشران په دی باور دي چې مسلمانان دې نه یواځي په اقتصادي چارو کې بلکه په سیاست کې هم برخه واخلي او په خاصه توگه دې د روان کال نومبر د میاشتې په انتخاباتو کې گډون وکړي.

په ورجینیا کې یوه مسلمان انځورگر عمراحمدزي امریکا غږ ته وویل که مونږ غواړو چې زمونږ غږ واوریدل شي او یا په امریکا کې خپل ژوند بهتره کړو نو یواځینۍ لاره د سیاست لاره ده.

د پیو څیړنیز مرکز یوه سروې وایی چې په ٢٠١٥ کال کې په امریکا کې د اوسیدونکو مسلمانو شمیر ٣.٣ ملیونه دی. په ٢٠٠٩ کال کې د گیلپ د یوې سروې مطابق مسلمانان په امریکا کې د تعلیم په برخه کې په دوهم نمبر کې راځي.

XS
SM
MD
LG