د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: په امریکا کې دې د غربت د ختمولو لپاره کار وشي


ولسمشر اوباما د د جورج ټاون په پوهنتون کې د غربت د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړي.
ولسمشر اوباما د د جورج ټاون په پوهنتون کې د غربت د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د سه شنبې په ورځ امریکایانو ته خبرداری ورکړ چې د امریکا په متحده ایالاتو کې دې د غربت او مسکینۍ په له منځه وړلو کې ډیر څه وکړي.

ولسمشر اوباما زیاته کړه چې امریکایان دې په خپل هیواد کې د شتمنو، منځنۍ طبقې او نېستمنو خلکو تر منځ د عایداتو د پرتلې په برابرولو کې کار وکړي.

ښاغلي اوباما په واشنگټن کې د جورج ټاون په پوهنتون کې د هغه کنفرانس په دریځ باندې د څه د پاسه یوساعت د پاره ناست و چې د خوارۍ او نېستمنۍ په اړه جوړ شوی و او په زیاتو مسالو باندي وغږید.

د امریکا ولسمشر وویل چې داسې هیڅ ډول دلیل نه شته چې د نړۍ ترټولو شتمن او نېکمرغه هیواد دې د یوې مساویانه ټولنې په منځ ته راوړلو کې زیات کار ونه کړای شي.

ښاغلي اوباما وویل چې «که موږ فیصله وکړو چې د خوارۍ او غربت د کمولو د پاره کار وکړو، نو د امریکا متحده ایالات دا کار کولای شي.»

خو ولسمشر اوباما وویل چې «دغه هیواد د دې سوال سره مخامخ دی چې هغه به دا کار تر کومې اندازې پورې کوي.»

ښاغلي اوباما وویل چې هیڅوک نه غواړي چې غریب او مسکین وي، خو هغوی عموما په مسکینۍ کې پیدا شوي دي، یا د ژوند په لومړیو کلونو کې د ستونزو سره مخامخ شوي دي، ځکه چې مور او پلار یې کارونه نه درلودل، ښوونځي یې سم مجهز نه وو، یا دا چې پلرونو یې په ټولنه کې ځای نه درلود، چې خپله اوباما هم د تنکیتوب په وخت د دې حالت سره مخامخ و.

باراک اوباما وویل چې «دا سخته ده چې څوک دې مسکین وي، هیڅوک نه غواړي چې مسکین وي، دا د خواشینۍوړ او سخت حالت دی.»

XS
SM
MD
LG