د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: شمالي کوریا دې د خوراکي مرستو په بدل کې د خپل اټمي پروګرام په برخه کې ځینې خبرې ومني


امریکا: شمالي کوریا دې د خوراکي مرستو په بدل کې د خپل اټمي پروګرام په برخه کې ځینې خبرې ومني

امریکا: شمالي کوریا دې د خوراکي مرستو په بدل کې د خپل اټمي پروګرام په برخه کې ځینې خبرې ومني

یو لوړرتبه امریکایي نظامي قوماندان وایي که شمالي کوریا غواړي چه ډاډه شي چه واشنگتن دې ورسره د ضروري خوراکی موادو مرسته وکړي، نو باید چه د خپل اتومی پرگرام په برخه کې ځینې خبرې ومني.

د اسیا پسیفیک د قوماندانی ریس ، ادمیرال رابرت ویلارد پرون وویل، شرطونه دا دي چه شمالي کوریا خپل اتومی پرگرام او د بالستیکی توغندیو ازمیښتونه بند کړي، همدا شان د ملگرو ملتونو د اتومی چارو مفتشان پریږدي چه بیرته ورشي او د یانگ بیون اتومي بټۍ وگوري.

ویلارد په واشنگتن کې د سنا د جرگې د دفاعي جرگه گې ، استعماعیه غونډی کې دا خبره وکړه.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مامورینو د ډیر وخت راهیسې انکار کړیدی چه شمالی کوریا ته د خوارکی موادو د مرستی په مقابل کی سیاسی امتیازونه غواړي.

امریکا په دوه زره او نهم کال کی خپل د خوراکی موادو د مرستو پرگرام ددې اندیښنې له کبله بند کړ چه خواړه د شمالی کوریا پوځیانواو یا د هغوی سیاسي کسانو ته ورکړل شول.

XS
SM
MD
LG