د لاس رسي وړ اتصالات

دوه امریکایي پوځیان په افغانستان کې ووژل شول


بچوں نے خود ہی مصوری کرتے ہوئے گھروں کی دیواروں پر نقش ونگار بنانے شروع کر دیے ہیں۔
بچوں نے خود ہی مصوری کرتے ہوئے گھروں کی دیواروں پر نقش ونگار بنانے شروع کر دیے ہیں۔

د امریکا د دفاع وزارت د افغانستان په ختیځ کې د یاغیانو پر ضد عملیاتو په ترڅ کې د دوو امریکایي سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دوه سرتیري د چهارشنبې په ماښام د ننگرهار په ولایت کې د یاغیانو پر ضد عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي او یو بل امریکایي سرتیری په دغه پیښه کې ټپي شوی دی.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان نیکلسن د قربانیانو کورنیو او پاتې کسانو ته د خواخوږۍ او تسلیت د څرگندولو په ترڅ کې ویلي "د داعش پر ضد مبارزه د نړۍ لپاره مهمه ده، خو د خپگان وړ ده چې دغه جگړه له قربانۍ پرته نه ده".

د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې په مجموعي توگه څلور امریکایي سرتیري وژل شوي دي. شاوخوا درې اونۍ مخکې یو بل امریکایي سرتیری هم د ننگرهار په ولایت کې د داعش جنگیالیو په ضد جگړه کې وژل شوی و.

پر افغانستان باندې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د ٢٠٠١ د یرغل راهیسې تر اوسه ۲۳۹۶ امریکایي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي.

د امریکا پوځ د اپریل په ١٣ د ننگرهار د اچین په ولسوالۍ کې د داعش پر پټنځایونو باندې تر ټولو ستر غیر اټومي بم چې "د بمونو مور" گڼل شوی استعمال کړ. افغان مقاماتو ویلي دي په دغه برید که څه دپاسه ٩٠ داعشیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG