د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له پاکستان نه، د ترهګرو په بریدونو اندېښنه وښوده


میرمن رایس د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړه.
میرمن رایس د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړه.

چارواکي وايي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس د یکشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره لیدلي او په پاکستان کې یې د مېشتو ترهګرو د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان ته د مېرمن رایس سفر اسیا ته د هغه د سفر یوه برخه ده، هغه اسلام اباد ته تر رسېدو وړاندې په بیجینګ کې تمه شوه.

پاکستان ته د هغې سفر داسې مهال کیږي چې شکونه پېدا شوي ایا امریکا به له پاکستان سره د۳۰۰ میلیونه ډالرو پوځي مرستې کوي کنه؟

د رویټرز خبري اژانس وايي داسې ویل کیږي که پاکستان د حقاني شبکې پر ضد د اقداماتو په برخه کې، امریکا قانع نکړی شي، دغه مرستې به وځنډول شي، د حقاني شبکه په افغانستان کې په ترهګریزو خونړیو بریدونو تورنه ده.

یو امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل" میرمن رایس پر دوو اړخیزو مسایلو خبرې وکړې چې په دې کې له پاکستان څخه د ترهګرو د بریدونو خبره هم شامله ده."

نوموړي وویل رایس پاکستان ته د دې لپاره نه ده تللې چې د ډیلي او اسلام اباد ترمنځ د کشمیر پر لانجمنې پولې په وروستۍ لانجې خبرې وکړي. په دغې لانجې کې د جمعې په ورځ دواړو خواو پر یو بل ډزې وکړي او نهه تنه ووژل شول.

خو، امریکا هند او پاکستان هڅوي چې خپله ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

امریکا، همدغه راز پاکستان هڅوي چې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو په برخه کې هم مرسته وکړي.

د لومړي وزیر نواز شریف له دفتر نه خپره شوې اعلامیه وايي " ډاکټرې رایس د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان قربانۍ او لاس ته راوړنې وستایلې."

اسلام اباد ته د امریکا د ملي مشاورې سفر، داسې مهال کیږي چې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر له مړینې وروسته د طالبانو د مشرتابه پر سر د دغو جنګیالیو ترمنځ اختلافات پیدا شوي دي.

په همدې حال کې، افغان حکومت په خپل وروستي دریځ کې پاکستان په افغانستان کې په روانو نا امنیو تورن کړی او ویلي چې په افغانستان کې جنګ له پاکستان نه اعلان شوی دی.

XS
SM
MD
LG