د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو افغانستان ته څلور A-29 الوتکې ورکړې


د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې سوپر تکانو الوتکې په ٣٦ ډوله پوځي تاسیساتو مجهزې دي
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې سوپر تکانو الوتکې په ٣٦ ډوله پوځي تاسیساتو مجهزې دي

د افغانستان د هوایي پوځ قوماندان جنرال عبدالوهاب وردک وویل چې نړیوالو ځواکونو افغان هوایي پوځ ته څلور A-29 الوتکې ورکړي دي. جنرال وردک چې ددغو الوتکو د تسلیمدو په خاطر مزارشریف ته تللی وویل د دغو الوتکو د فعالیت لپاره په افغانستان کې درې عملیاتي مرکزونه ایجاد شوي دي.

جنرال وردک د امریکا سره په خبرو کې وویل چې افغان هوایي پوځ نژدې ٧٠ په سلو کې تجهیز شوی دی "په ١٣٩۴ کال کې هوایي ځواکونه د عملیاتو په ترسره کولو کې له چلنجونو سره مخامخ وو، خو په ١٣٩٥ کال کې اوس مونږ هغه چلنجونه رفع کړي او هوایي ټول ډیر زیات پرمختگ او انکشاف کړی دی".

د هغه په وینا افغان هوایي ځواک د ٦٠ نه تر ٧٠ فیصدو پورې اکمال شوی دی.

د سوپر تکنانو په نامه A-29 ډوله الوتکې لومړی ځل په دوهمې نړیوالې جگړې کې وکارول شوی چې اوس په نوې تکنالوژۍ سنبالې او د اوسني وخت د اړتیاو مطابق بیا جوړې شوي دي.

دغه الوتکې د امریکا په متحده ایالاتو او برازیل کې جوړې شوی دي د ٢٠٠ کیلو گرامو بمونو د لیږدولو وړتیا لري او تر ډیره په نژدې واټن کې د پوځي ماموریت د ملاتړ لپاره کارول کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دغه الوتکې په ٣٦ ډوله پوځي تاسیساتو مجهزې دي د ترهگرو د مرچلو په له منځه وړلو کې زیاتې موثرې دي.

جنرال وردک وویل چې دوی د پیلوټانو د روزنې او د الوتکو د ترمیم لپاره درې ځانگړي مرکزونه په مزارشریف، کابل او کندهار کې جوړ کړي دي چې ددې دریو مرکزونو څخه به د افغانستان ٢٢ ولایتونه تر پوښښ لاندې ونیول شي.

جنرال وردک وویل " د ٢٠١٨ پورې ددې الوتکو یو کنډک چې ٢٠ الوتکې کیږي تکملیږي او ژر به هغه پیلوټان او عمله چې په متحده ایالاتو کې یې زده کړې دي افغانستان ته راشي او کار به پیل کړي."

یو افغان پوځي کارپوه غلام سخي دیوبندي افغان ځواکونو ته ددغو الوتکو د ورکړې په اړوند وايي "دغه مرستې د یاغیانو د له منځه وړلو لپاره ښه دي، خو د هغو مرستو په پرتله چې نړیواله ټولنه او متحده ایلات یې د پاکستان سره کړي او اف ١٦ ډوله جنگي الوتکې یې ورکړي، [د افغان ځوامونو سره] دغه مرسته کمه ده."

له دې دمخه هم نړیوالو ځواکونو څلور A-29 ډوله الوتکې افغان هوایي پوځ ته ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG