د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اروپا ته: د سړې جګړې کتاب وتړئ


 د امریکا د دفاع وزیر به له جرمني نه به په نړیوالو امنیتي چارو کې د لا پراخ رول د لوبولو غوښتنه وکړي.
د امریکا د دفاع وزیر به له جرمني نه به په نړیوالو امنیتي چارو کې د لا پراخ رول د لوبولو غوښتنه وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر په همدې اوونۍ کې اروپا ته ځي او هلته به د ناټو سازمان غړي وهڅوي چې " د سړې جګړې تګلاره هېره کړي".

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو ایتلاف په ختیځ کې د روسیې او سویل کې د اسلامي دولت د جنګیالیو له ګواښ سره مخامخ دی.

یو امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل اسوشیټټ پرس ته وویل چې، ښاغلی کارټر به لومړی برلین ته ځي او تمه ده چې له جرمني نه به په نړیوالو امنیتي چارو کې د لا پراخ رول د لوبولو غوښتنه وکړي.

جرمني د اروپا یوه تر ټولو قوي اقتصاد لروونکی هېواد دی. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته هم جرمني زړه نازړه دی چې بهر ته ځواکونه واستوي.

هغه وویل "د دفاع د وزیرانو په مشرۍ به کارټر جرمني وهڅوي چې خپل اقتصادي او سیاسي وزن ته په کتو، په نړۍ کې خپل امنیتي رول زیات کړي."

له سړې جګړې راپدېخوا او د اوکراین د کریمیا له نیولو وروسته، د مسکو او لویدځ اړیکې خپلې تر ټولو ټېټې کچې ته راښکته شوي دي.

ناټو وايي روسان لا هم د اوکراین په ختیځ کې له بیلتون غوښتوونکو سره پوځي مرستې کوي، خو روسیه دا خبره نه مني.

اوکراین له ګډو وسایلو څخه د روانې جګړې اررزښت روښانه کړی دی، د لویدیځ چارواکي وايي په دغې جګړې کې روسیه له اقتصادي فشارونو، د یو شمېر نامعلومه سرتېرو د لېږلو ، تبلیغاتو او داسې نورو لارو چارو نه کار اخلي.

ناټو له سړې جګړې وروسته چې په ۱۹۹۱ کال ختمه شوه، دودېزې جګړې ته ډېر پام اړولی دی.

دغه امریکايي چارواکي وویل " کارټر به ایتلافیان وهڅوي چې د نویو ننګوونو په اړه فکر وکړي. نوي تخنیکونو ته په کتو هغوی باید د سړې جګړې تګلاره پرېږدي او د نویو ګواښونو سره د مبارزې لپاره پر نویو لارو فکر وکړي. "

کارټر به له جرمني وروسته استونیا ته ځي او هلته به د ناټو د چټک غبرګون نوي ځواک ته یوه کتنه هم وکړي.

دی به د بالتیګ له سمندر څخه د امریکا د یوې تازه جنګي بېړۍ د استولو خبره هم پورته کړي چې هدف یې ایتلافیانو ته بیا ډاډ ورکول دي. ایتلاف په اوکراین کې د روسیې له مداخلې خوښ نه دی.

کارټر به په اروپا کې مخکې له مخکې د درندو پوځي وسلو د ځای پر ځای کولو د پلانونو جزیات هم ډاګیزه کړي.

خو، روسیې دغه ټول حرکتونه غندلي دي او ګواښ یې کړی چې خپل ځواکونه به لا پياوړي کړي او سږ کال به د خپلو اتومي وسلو په وسلتون کې څه باندې ۴۰ نور هغه بلاستیکي میزایل هم زیات کړي چې له یوې وچې بله وچه وېشتلی شي.

تمه ده چې د چهارشنبې په ورځ به په بروګسل کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د عراق د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره، د ایتلاف د نوي رول د جوړولو په پلانونو هم خبرې وشي. امریکايي چارواکي وايي دغه پلان به په جولاۍ کې ومنل شي.

XS
SM
MD
LG