د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک ښار یو افغاني الاصله پوليس "اتل" شو


حمید آرماني د لسو کالو راهیسې د نیویارک ښار د پولیسو په اداره کې کار کوي

حمید آرماني د لسو کالو راهیسې د نیویارک ښار د پولیسو په اداره کې کار کوي

ښاغلی آرماني او همکار یې پیتر سایبولسکي په دې خاطر چې د چارشنبې په شپه د نیویارک ښار د ټایمز میدان په گڼه گوڼه کې د نورو د ژغورنې په خاطر ځانونه له خطر سره مخامخ کړل د نیویارک ښار د پولیسو د ادارې له خوا وستایل شول.

د نیویارک ښار د پولیسو کمیشنر ویلیم براتون، په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي چې د نیویارک ښار د خلکو د ژغورنې لپاره ددې دوو تنو د سربازۍ صفت په الفاظو کې نه ځایږي.

د چارشنبې په نیمه شپه یو شخص د نیویارک ښار د ټایمز څلور لارې په حدودو کې د خپل موټر له کړکۍ څخه د لاسي بم په څیر یو شئ د پولیسو موټر ته ورواچوه چې په کې حمید او همکار یې ناست وو.

ددې څیز په لیدلو سره چې یو کوچنی څیراغ کې بل او مړ کیده او د ساعت په څیر غږ ترې پورته کیده، حمید په چټکۍ سره موټر د گڼې گونې څخه یو خلوت ځای ته بیایي چې که دغه مشکوک بم وچوي نو چاته زیان ونه رسیږي.

ددې په تعقیب حمید او همکار یې خلک دغې ساحې ته له نژدې کیدو منع کوي تر څو چې د بم د خنثی کولو ټیم ځای ته رسیږي، خو لږ وروسته څرگندیږي چې دغه مشکوک څیز بم نه بلکې یو سور رنگه څیراغ دی چې گروپ یې د بطرۍ په وسیله روښانه او مړ کیږي.

په هغه ویدیو کې چې د نیویارک ښار د پولیسو په تویتټر کې خپره شوې ښاغلی آرماني ویلي دي کله چې یې هڅه کوله د ځان په بیه د نورو ژوند وژغوري د خپلې ١٢ کلنې لور څیره یې مخ ته راتلله چې ورسره یې ژمنه کړې وه چې بیرته کگور ته راځي.

ښاغلی سایبولسکي بیا وایي چې ددې څیز په لیدلو سره چې بم ته ورته و داسې فکر یې کاوه اوس چې دوی دواړه وژل کیږي نو ښه داده چې خپله ټوله هڅه وکړي چې د نورو د وژل کیدو مخنیوی وکړي.

د نیویارک ښار د پولیسو ادارې ویلي دي چې حمید آرماني د لسو کالو راهیسې او ښاغلی سایبولسکي د دریو کالو راهیسې په دې اداره کې کار کوي.

څو ساعته وروسته له دې پیښې یو ۵۲ شخص ددې پیښې په تور د نیویارک ښار په مربوطاتو کې ونیول شو.

XS
SM
MD
LG