د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا انټرنټ بېرته فعاله شوی دی


په متحده ایالتونو کې مېشت د، ډاین ریسرچ، په نوم یوه کمپنۍ چې په ټوله نړۍ کې د سلگونه زره کمپیوټری شبکو اړیکې او کار څاري وايي، د شمالي کوریا انټرنټ د دوشنبې په ورځ د څه د پاسه لس ساعتونو لپاره قطع شوی و.

د دې کمپنۍ په وینا له هغه وړاندې هم د شمالي کوریا انټرنټي شبکې د څلور ویشت ساعتونو لپاره په ثابته توگه کار نه کولو.

د شمالي کوریا مهمې انټرنټي وېب پاڼې وروسته له هغه بندې شوې چې د متحده ایالتونو جمهور رئیس، بارک اوباما، تېره اونۍ ویلي وو چې د سوني پکچرز پر فلمي کمپنۍ د انټرنټي برید مناسب ځواب به شمالي کوریا ته ورکوي.

سپینه ماڼۍ او د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه چې گواکي د امریکا حکومت د شمالي کوریا د انټرنټ په قطع کېدو کې لاس درلود له څه وېلو ډډه کړې ده.

په شمالي کوریا کې د انټرنټ له قطع کېدو وروسته نه یواځې د امریکا متحده ایالتونو ته بلکې چین ته هم د شک په سترگه کتل کېدل چې گواکي پدې کار کې یې لاس درلود، خو د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، هوچنینگ، نن یوې خبرې کنفرانس ته ووېل، چین د هرډول انټرنټي برید او انټرنټي ترهگرۍ مخالف دی او د شمالي کوریا د انټرنټ په قطع کېدو کې یې د چین لاس درلودل رد کړل.

د انټرنټي برید لانجه

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پر شمالي کوریا غږ کړی چې هغې امریکایي فلمي کمپنۍ ته تاوان ورکړي چې دوی ېې پر کمپیوټرونو د برید او د هغوی د خصوصی معلوماتو د خپرولو په وجه ورته زیان رسولی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ماري هارف، ووېل، د اف.بي.آی اداره او جمهور رئیس، بارک اوباما، پر دې موافق دي چې پیانیانگ د دې کمپېوټري برید مسؤلیت په غاړه لري.

مېرمن، هارف، زیاته کړه - شمالي کوریا د امریکا سره په گډه د دې پېښې د څېړنې غږ کړی خو که چېرې شمالي کوریا غواړې چې پدې برخه کې مرسته وکړي نو هغوی باید خپل مسؤلیت قبول کړي او د سوني کمپنۍ ته تاوان ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماري هارف
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:29 0:00

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپوټ پر اساس، سپینې ماڼې د دې کمپېوټري برید په برخه کې له چین څخه د مرستې غوښتنه کړې وه خو چین ځواب ندی ورکړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وېلي دي چې هېواد یې په کافي اندازه شواهد نلري ترڅو دا ثابته کړي چې شمالي کوریا پدې انټرنټي برید کې لاس درلود.

د اسوشیتید پرس رپوټ

ژباړه: سید عزیزالرحمن

XS
SM
MD
LG