د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا امریکا ته: د ستونزې د حل معقول بدیل ولټوئ


په داسې حال کې چې دسمندري پوځ د ېوې الوتکې وړونکې کښتۍ په شمول د امریکا ېوه غټه ضربتي قوه د کورېا دټاپو وزمې په لورې د حرکت په حال کې ده او شاید چې شمالي کورېا ېوه بله اټومي آزموینه وکړي، د شمالي کوریا حکومت ژمنه وکړه چې د امرېکاېي قواو د احتمالي ېرغل په ځواب کې به د " کورېاېانو په اندازځوابي گواز وکړي."

د امریکا جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ په روانه اوونۍ کې اعلان کړی و چې د شمالي کوریا د اټومي وسلو د خطر د له منځه وړلو لپاره به اقدام کوي.

د ټرمپ د څرگندونو په ځواب کې دجمعې په ورځ د شمالي کورېا د ولسي پوځ د ستر درستیز د فتر په ېوې مطبوعاتي بیانېې کې په مستقیمه توگه امریکا ته خبرداری ورکړل شوی. په بیانیې کې راغلي " دمتحده اېالاتو د سمندري قوې پرضد او په خپله د امریکا پرخلاف به زمونږ ډیر کلک ځوابي گواز په داسې بی رحمۍ سرته ورسول شي چې تېرې کوونکې به د ژوندي بچ کېدلو چانس او فرصت ونه لري."

په بېانېه کې د پوځ د ېوه ویاند له قوله چې نوم یې ندی اخیستل شوی له امریکا نه غوښتل شوي دي چې "په دې خطرناکاه شېبه کې دې له هوش او فکر نه کار واخلي او له هر ډول عاجولانه اقدام نه ډډه وکړي اود مشکل د حل لپاره دې ېو معقول بدیل ولټوي."

دا بېانه د شمالي کورېا دولتي اژانس او مرکزي رادیو دواړو خپره کړې ده.

د شمالي کوریا د پوځ په بیانېه کې راغلي دي چې د هغه هیواد په خلاف د تیري په باب د " ټرمپ گواښونه اوس دومره خطرناک حد ته رسېدلي چې سترگې پرې نشي پټیدلای."

XS
SM
MD
LG