د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په سپینه ماڼۍ کې په وروستۍ ورځ څه کوي؟


د چارشنبې په ورځ باراک اوباما په پخپل وروستي خبري کنفرانس کې هڅه وکړه چې د امریکا په تاریخ کې خپله پاڼه په خوشبینۍ وتړي
د چارشنبې په ورځ باراک اوباما په پخپل وروستي خبري کنفرانس کې هڅه وکړه چې د امریکا په تاریخ کې خپله پاڼه په خوشبینۍ وتړي

جمهور رئیس باراک اوباما دمخه تر دې چې پخواني جمهور رئیس شي، نن پنجشنبه په سپینه ماڼۍ کې خپله وروستۍ ورځ تیروي.

ستر تصمیمونه، شان شوکت او رسمیت ټول پای ته رسیدلي، خو د جمعې د ورځې تر غرمې پورې چې منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ لوړه کوي، اوباما لاهم واکمن دی.

سپینې ماڼۍ د وروستۍ ورځې لپاره د ښاغلي اوباما مهال ویش (سکیجول) تر ډیره تش پریښی دی او وایي چې هغه به ددې وخت ولري چې د هغه کور نه چې څه کم یوه لسیزه په کې اوسیدلی خپل شخصي شیان ټول کړي.

د هغه په رسمي مهال ویش کې یواځنۍ پیښه د جمهور رئیس ورځنی کنفرانس او د جمهور رئیس د ډوډۍ خوړولو په شخصي خونه کې د مرستیال جمهور رئیس جو بایدن سره د هغه وروستۍ اونیزه غرمنۍ ده.

د جمهور رئیس په توگه ښایي د هغه وروستی کار د پنجشنبې په ورځ بیا هم د یو شمیر کسانو بخښل وي چې د تیرې اونۍ راهیسې یې د سلگونو کسانو د بند مودې بخښلي او یا هم را لنډې کړې دي. چارواکي وایي چې ددې بخښنو وروستۍ لړۍ به د تاوتریخوالي پرته-مخدره توکو اړوند پیښو د بندیانو بخښل وي چې له اوږدې مودې راهیسې په زندان کې پراته دي.

د اوباما سلاکاران د تیرو څو اونیو راهیسې له ودانۍ وتلي دي او هغه څو تنه چې لاهم په سپینه ماڼۍ کې دي، هغوی هم د خپلو وسایلو په ټولولو بوخت دي.

د چارشنبې په ورځ باراک اوباما په پخپل وروستي خبري کنفرانس کې هڅه وکړه چې د امریکا په تاریخ کې خپله پاڼه په خوشبینۍ وتړي. هغه وویل چې په انتخاباتو کې د هغه د گوند د ناکامۍ سره سره هغه د هیواد راتلونکې ته خوشبینه دی او په دې خبره باور لري.

XS
SM
MD
LG