د لاس رسي وړ اتصالات

د آمریکا جمهور ریْس اوباما خبري کنفرانس ورکوي


د آمریکا جمهور ریْس اوباما خبري کنفرانس ورکوي
د آمریکا جمهور ریْس اوباما خبري کنفرانس ورکوي

دامرېکا جمهوررئېس بارک اوباما به نن د جمعې په ورځ په سپېنه ماڼۍ کې د سهار له خوا په ېوه خبري کنفرانس کې گډون وکړي. په دغه کنفرانس کې به هغه د کانگرس له مشرانو سرپه هغو مسلو خبري وکړي چې د بودیجې د کسر دکمولو او د پورونو د کچې دلوړولو په باب ېې ورسره کوي.

د پنجشنبې ورځ پنځمه ورځ وه چې ښاغلي اوباما د کانگرس له غړېو سره په دغه برخه کې مذاکرات وکړل. هغه دکانگرس هغو غړېو ته چې له ده سره ېې په دې برخه کې جرګې کولې ووېل چې دا د فېصلې وخت دی. ښاغلي اوباما هغوي ته د شنبی تر ورځې پورې په دې هیله فرصت ورکړ چې په خپلو لارو چارو غور وکړي چې ېوې روغې جوړې ته سره ورسېږي.

په عېن حال کې دامرېکا د سنا غټ مشران په دې وړاندېز باندې کار کوي چې جمهوررئېس ته به صلاحېت ورکړي چې د کانگرس له مخکېنۍ منظورۍ نه پرته په خپله د پورونو کچه لوړه کړل شي. د دېموکرات ګوند د اکثرېت مشر سناتور هاري رېډ ووېل اوس خبري به د جمهوري غوښتونکو ګوند مشر مېچ مکانل په دې پلان باندی تمرکز کوی چې جمهوررئېس براک اوباما ته صلاحېت ورکړی چې د حکومتی پور کچه $2.5 ترېلونو ته په دری جلا پړاوونو کې لوړه کړي. په داسي حا ل کې چی داوعده کوي چی په راتلونکې لسېزه کې به څو ترېلونه په دولتي لګښتونو کې راکم کړي.

له بلو پلوه د بانکي اعتبار د درجې دمعلومولو ېو ې ځواکمنې ادارې Standards and Poors دامرېکا د متحده اېالاتو بانکي اعتبار د څارنی په لېست کې اچولی دی. هغوی خبرداری ورکړېدی چې ددی زېات امکان شته دی چې داکار دامرېکا دبانکي اعتبار اندازه چې اوس اوله درجه ېا A ده ټېټه شی ځکه چې د بودیجی دکسر په کموالي او د پورونو په اندازه چې حکومت څومره پور اخېستی شي له څو ورځو راهېسی بحثونه او جنجالونه روان دي. د اېس اېنډ پی کمپنۍ ووېل چې که چېرې حکومت د اعتبار وړ د حل لاره را ونه باسي نودری مېاشتی وروسته به یې ښايی دبانکی اعتبار درجه راکمه شي.

د امریکا د مالي چارو لوړ رتبه چارواکي د هغي مالي فاجعې په باب یو بل خبرداری ورکوي او وايي چې که د کانگرس غړي ونه کړاشي چې د اګسټ تر دوهمي پوري ددې هیواد د پورونو کچه جگه کړي نو دغه مالي ستونزه فاجعه به رامنځ ته شي.

د خزانې وزیر ټیمټي گایتنر پرون د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چي دې ملک ته لږ وخت پاته دی چي دڅوارلس اعشاریه درې ټریلیون ډالرو پورونو اندازه لوړه کړي. هغه وویل چې واشنگټن دې ته ضرورت لري چي خپل مالي مکلفیتونه ترسره کړي او « اوس یې وخت دی چي فېصله وکړو. »

مخکي د امریکا د مرکزي بانک رئیس بن برنانکې د امریکا د مشرانو یوې جرگه گۍ ته ویلي و چي که د پورونو د کچی په جگیدو کي ناکامه شي، نو د هغې نتیجه به یوه فاجعه وي. هغه خبرداری ورکړ چي په بودجه کي د لگښتونو نور کموالی به د اقتصاد بیا رغیدلو ته تاوان ورسوي.

XS
SM
MD
LG