د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د امریکا ستراتیژي


د سپینې ماڼی ویاند جاش ارنست وایي ولسشمر اوباما به د اسلامي سخت دریځې ډلې گواښ او ددې ډلې د منزوي کولو او له منځه وړلو ستراتیژي بیان کړي.

ښاغلي ارنسټ وویل "جمهور رئیس په دې باور لري چې دا د لوړې سطحې ملي امنیتي موضوع ده او هروخت چې دا ډول مهم ملي موضوعات رامخته کیږي، جمهور رئیس په دې نظر وي چې باید د امریکا ولس خبر کړای شي چې موږ څه کوو او څه پرمختگونه شوي دي."

د سپینې ماڼۍ ویاند ددې توضیحات ورنکړل چې جمهور رئیس به نن څه ووایي، خو یوه خبره واضح شوي ده چې جمهور رئیس اوباما عراق ته د امریکایي ځواکونو لیږل رد کړي دي.

Promo for Sept. 10 2014 Obama speech on IS strategy
Promo for Sept. 10 2014 Obama speech on IS strategy

ښاغلي اوباما په همدې موضوع د سه شنبې په ورځ د کانگرس د دواړو خونو د جمهوري غوښتونکیو او دیموکراتو له مشرانو سره ولیدل.

یوشمیر استازې ټینگار کوي چې د جمهور رئیس اوباما د اسلامي دولت د وسله والو خلاف پلان او په سوریه کې د نظامي عملیاتو پلان باید د کانگرس لخوا تائید شي.

خو سپینه ماڼی وایي چې ښاغلي اوباما کانگرس ته ویلي دي چې هغه ددې ډول عملیاتو د پېل کولو صلاحېت لری.

د امریکا پوځ تر دې مهال په عراق کې د اسلامی دولت پر وسله والې ډلې باندې یو سل او پنځوس هوایي بریدونه کړي دي. خو د دې بریدونو ساحه ډیره محدوده وه. پوځ وایی جمهور رئیس اوباما دوی ته د القاعده او الشهاب د مشرانو د له منځه وړلو په څیر د اسلامي دولت د مشرانو د له منځه وړلو هدایت نه دی ورکړی.

د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل وایي دوی روښانه تگلاره لري " د خپلو خلکو او د عراق د حساسو ځایونو خوندي ساتل زموږ هدف دی."

خو کارپوهان وایي چې د اسلامي دولت د ډلې له منځه وړل، ډیر نور کار ته اړتیا لري.

ستیفن بیډل د نړیوالو اړیکو د شورا غړی دی هغه وایي " تر نن پوری زموږ د ډیر لوړ هدف او ډیرو محدودو امکاناتو ترمنځ برابری او توازن نشته دی. یوه داسي ستراتیژي به نتیجه ورکړی، چې دغه دواړه ېعنی هدف او امکانات له یو بل سره اړخ ولگوي."

امریکا د اسلامي دولت د ډلې په مقابل کې د یو ائتلاف د رامینځته کولو هڅې کوي. د دفاع او بهرنیو چارو وزیران د نړی له یو سره تر بل پوري په سفرونو بوخت دي.

خو د عملي جگړې لیوالتیا په ډیرو هیوادونو کې نه ښکاري او د اسلامی دولت سره د مخامخ جگړې ډیر پیټی د عراق د امنیتي ځواکونو او د کردانو د پیشمرگه ځواک پر اوږو باندې پرېوتی دی.

XS
SM
MD
LG