د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما له سعودي سره په انډولیزو اړیکو ټینګار کوي


اوباما: امریکا باید له سعودي سره د بشري حقونو او امنیت انډول وساتي
اوباما: امریکا باید له سعودي سره د بشري حقونو او امنیت انډول وساتي

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر براک اوباما نن د سعودي عربستان پایتخت ریاض ته رسیدلی دی.

د هغه سره په دې سفر کې یو دیرش کسیز پلاوی ملگری دی چې د پاچا عبدالله د مړینې وروسته د هغه هیواد له مشرتابه سره خپله غمشریکي څرگنده کړي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما، په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د بد چلند په اړه د ژورو اندیښنو سره سره د ملي امنیت په برخه کې د ریاض سره د نژدې همکارۍ لپاره د واشنگټن له علاقې څخه دفاع وکړه.

سپینه ماڼۍ وایي، د ښاغلي اوبا سره په ملگري پلاوي کې د کانگرس استازي، د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو د ادرو لوړپوړي چارواکي شامل دي.

په دې پلاوي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی ای رئیس جان برینان او د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال لوید آستن د ښاغلي اوباما سره ملگري دي او همداشان د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیران جیمز بیکر او کوندولیزا رایس او همداشان د ملي امینت پخواني سلاکاران برنت سنوکرافت، سیندي برگر او ستیفن هیډلي هم د ښاغلي اوباما سره مل دي.

له الوتکې څخه د پلي کیدو پر وخت د ریاض په هوایي ډگر کې د ولسمشر اوباما او میشل اوباما د هرکلي لپاره پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او د سعودي عربستان نور ټول نارینه مقامات راغلي وو. یو شمیر یې د امریکا د ولسمشر د میرمنې ته لاس ورکړ او یو شمیر نورو یې خپل سرونه د درناوي په مقصد وخوځول. په سعودي عربستان کې په عام محضر کې د ښځو پر حجاب باندې د سختو قواعدو سره سره میشل اوباما بدن پر لباس پوخلی و خو تکری یې نه و پر سر کړی.

سعودي عربستان د واشنگټن لپاره د یو مهم عربي متحد په توگه په څرگنده د هغه مالي زیرمو په وجه چې ترهگرو ته د هغه هیواد څخه استول کیږي او هم په هغه هیواد کې د بشري حقونو په هکله د بد چلند په خاطر، امریکایي مقاماتو ته د اندیښنې وړ و.

ښاغلي اوباما ریاض ته له سفر دمخه له سي ان ان سره په یوه مرکه کې وویل چې د بشري حقونو څخه د تیري په وجه د هغه په اند د فشار واردول اغیزناک ثابت شوي دي. هغه وویل "ځنې وخت دې ته اړتیا ده چې د بشرث حقونو د موضوعگانو په هکله هماغسې سمدستی اندیښنه چې د ترهگرۍ په اړه او یا د سیمه ییز ثبات په هکله پرې خبرې کوو، له هغوی سره پرې خبرې وکړو."

په سعودي عربستان کې د درې ساعته اوسیدونې پر وخت اټکل شوې وه چې د سعودي عربستان د نوي پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره لومړنۍ رسمي کتنه وکړي او بیا د سعودي عربستان د نورو چارواکو سره یوځای په ماښامنۍ کې برخه واخلي.

ښاغلي اوباما وړاندیز کړی دی چې په دې خبرو او بحثونو کې به د سعودي بلاگر رائف بدوي، په هکله د امریکا د اندیښنې له څرگندولو څخه ډډه وکړي. ښاغلی بدوي اسلام ته د توهین په تور په لس کاله بند سزا او ۱۰۰۰ دورو په وهلو محکوم شوی دی.

په داسې مواردو کې د عمده توپیرونو سره سره د امریکا متحده ایالات او سعودي عربستان د منځني ختیځ په کړکیچنه سیمه کې د امنیتي اندیښنو په هکله سره نژدې همکاري کوي. په دې وروستیو کې سعودي عربستان د څو نورو عربي هیوادونو سره د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د مبارزې د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې په عراق او سوریه کې ددې ډلې پر مرچلو هوایي بریدونه وکړل.

٧٩ کلن پاچا سلمان هم تر اوسه د هیواد په پالیسو کې د ژور بدلون د رامنځ ته کولو په هکله لږ څه څرگند کړي دي. ښاغلي سلمان د خپل ورور عبدالله له مړینې لږ وروسته په یوه تلویزیوني وینا کې هوډ وکړ چې د سمو پالیسو څخه به پیروي وکړي چې سعودي عربستان د خپل جوړښت راهیسې تعقیب کړي دي.

د ښاغلي اوباما ادارې کله نا کله د سعودي د سلطنتي کورنۍ سره د اړیکو خړپړتیا درلودلې ده. د سعودي پخوانی پاچا ملک عبدالله پر واشنگټن فشار راوړه چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د لیرې کولو په هکله جدي اقدام وکړي. د سعودي عربستان سلطنتي کورنۍ همداشان د ایران سره د امریکا د حکومت د دیپلوماتیکو هڅو په هکله سخت بدبینه دي.

XS
SM
MD
LG