د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما:د ایران د اتومی پروگرام یو جامع حل لټوو


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د اسرائیلو د امنیت ساتلو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو تعهد یو ځل بیا تایید کړ او دا یې په ټینگه وویل چې« ایران باید د هرډول شرایطو په اساس دې ته پرې نه ښودل شي چې ذروي وسله ترلاسه کړي.»

ښاغلي اوباما پرون د جمعې په ورځ د واشنگټن تر ټولو لوی کنیسا ته ورغلی و او هلته هغه وویل چې « د موافقې هغه چوکاټ چې تیره میاشت د ایران او امریکا او د نړۍ د نورو طاقتونو تر منځ ترتیب شوی و، د ایران د ذروي پروگرام ځیني برخي مخکې لاځنډولي دي او دغه پروگرام یې تر شا کړی دی.»

جمهوررئیس وویل چې « اوس موږ یو جامع او هر اړخیز حل لټوو.» هغه وویل چې« زه به یوه بده معامله قبوله نه کړم. په دې معاملې باندي به زما نوم وي، ځکه نو هر څوک باید په دې باندي یقین حاصل کړي چې هغه به خپله وعده پرځای کوي.» ښاغلي اوباما دا هم وویل چې « ما دا په واضح او څرگنده توگه ویلي دي چې کله چې د ذروي وسلې نه د ایران د مخنیوي خبري کیږي، نو د ټولو لارو چارو نه باید کار واخیستل شي.»

د وینا کولو نه وروسته د ښاغلي اوباما تود هرکلی وشو. هغه په خپله وینا کې د یهودیت ضد افکارو په اړه چې سږ کال په اروپا کې را پیدا شوي دي، د خپل حکومت دریځ څرگند کړ. د واشنگټن دغی کنیسا ته د هغه تگ په دې ورځ د یهودانو د ټولنو سره د پیوستون څرگندول و، چې امریکایي او اروپایي چارواکي په اروپا او امریکا کې کنیساگانو ته ورځي او د اټلانټیک د سمندر په دواړو خواو کې د یهودانو سره خپل ملاتړ څرگندوي.

XS
SM
MD
LG