د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي فیډل کاسترو یو ظالم دیکتاتور و


د کیوبا د پخواني جمهور رئیس فیدل کاسټرو د مړيني په هکله د امریکا برحال جمهور رئیس بارک اوباما او منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مختلف دریځونه لري.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د پنځوس کالو دښمني نه وروسته د کیوبا سره د روابطوعادي کیدو ته هرکلی ووایه او په ډیپلوماتیکه توگه يي د پخواني جمهور رئیس فیډل کاسټرو مړیني ته عکس العمل څرگند کړ او د هغه کورني ته يي تسلیت ووایه.

بلخوا منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د کیوبا په هکله د اوباما په پالیسو باندی انتقاد وکړاو په یوي خپري شوي بیانیه کې یی په سختو الفاظو سره فیدل کاسټرو یو ظالم ډیکټاټور یاد کړ چې ښايي، دغه اختلاف د واشنگټن او هاوانا ترمنځ په اړیکو کې د بدلون یوه مهمه اشاره وي.

جمهور رئیس اوباما فکر کوي چې د څه باندی ٥٠ کالو دښمني نه وروسته د کیوبا سره د روابطو بیاټینگول په خارجی پالیسي کې دده یوه لاس ته راوړونه ده.

ښاغلي اوباما د روان کال د مارچ په میاشت کې د کارابین دغه ټاپو وزمه هیواد ته د ١٩٢٨ کال راپدیخوا د امریکا د لومړی برحال جمهور رئیس په توگه سفر وکړ.

ښاغلي اوباما د خپلر سفر په ترڅ کې وویل "زه دلته راغلي یم چې د امریکا په وچه کې د ساړه جنگ په وروستیو بقایاو باندی خاوري واړوم".

دغو دواړو هیوادونو د څه باندی٥٠ کالو نه وروسته خپل سفارتونه پرانستل او اوس د امریکا کروز کشتۍ د کیوبا په ساحل کې لنگر اچوي او د امریکا الوتکي دغه هیواد ته منظمي الوتني کوي.

خو د ٩٠ کلن فیډل کاسټرو مړیني په هکله د جمهوری غوښتونکي ډونالډ ټرمپ دریځ پدی باره کې پوښتنی پیداکوي چې د امریکا او کیوبا ترمنځ د اړیکو راتلونکې به څه ډول شي.

د ښاغلي ټرمپ لوړ رتبي مشاورې کیلیانی کانوي، پدی هفته کې د یکشنبی په ورځ د امریکا تلویزني شبکي ABC ته وویل، د کیوبا سره د امریکا د روابطو د بیا طرحه کولو په باره کې دوی هر ډول امکاناتو ته چمتو دي مگر په په بدل کې به امتیاز وغواړي.

د اوباما پالیسي چې د هاوانا په مقابل کې یي بدله کړه، د سناتور کروز په شمول چې پلار يي د کیوبا و، په کانگرس کې د دواړو گوندونو یو شمیر غړیو غندلې وه.

جمهوري غوښتونکی سناتور ټید کروز وایي "زه ډیره هیله لرم چې موږ به د امریکا د حکومت هیڅ چارواکی ونه وینو چې د فیدل کاسټرو په جنازه کې برخه واخلي. زه هیله لرم چې بارک اوباما، جوبائډن، هیلري کلنټن او ډیموکراتان ونه ونیو چې د یو معروف شخص په حیث د یو قاتل مستبد او جنایت کار لمانځنه وکړي".

سپیني ماڼۍ لا تراوسه اعلان ندی کړي چې څوک به د ډیسمبر په څلورمه نیټه د فیدل کاسټرو په جنازه کې برخه اخلي.

که څه هم چې د امریکا راتلونکی پالیسي د هاوانا په باره کې څرگنده نده خو احتمال شته چې ټرمپ به د اوباما ددې وینا سره موافق اوسي چې وايي، د کیوبا خلک باید پدی پوه شي چې دوي په امریکا کې یو دوست او انډیوال لری.

XS
SM
MD
LG