د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي امریکايي کرکټ کې لوبیږي


مشهور افغان لوبغاړي سمیع الله شینواري ته هم بلنه ورکړل شوې
مشهور افغان لوبغاړي سمیع الله شینواري ته هم بلنه ورکړل شوې

د امریکا د کرکټ د شورا په ملاتړ د تېرو شپږو کالو نه د یو ایس اوپن کرکټ ټي ټونټي ټورنامنټ کیږي. چې د کال ٢٠٠٩ نه پی پیل شوی،چې یوازې تېر کال ٢٠١۴ کې ورته تابیا نیول شوې و خو د ځینو علتونو له کبله ترسره نشو، د کال ٢٠١٥ ټورنامنټ ېې اووم پړاو دی چې د دسمبر د دریمې نه تر شپږمې پورې د فلوریډا ایالت په یوازیني رسمي کرکټ میدان کې کیږي.

دا یو ایس اوپن کرکټ اووم کال دی چې ترسره کیږي
دا یو ایس اوپن کرکټ اووم کال دی چې ترسره کیږي

د کرکټ دا سیالۍ نه یوازې په امریکا کې د کرکټ د لوبې د ودې دپاره ډېرې مهمې یادیږي ،بلکې د کرکټ د لارې د تجارتي گټې او د خلکو د ساعتیرۍ یوه مهمه وسیله هم بلل کیږي.

د فلوریډا په مرکزي برو ورډ کرکټ میدان کې به دې سیالیو کې قریب دیرش ټیمونه برخه اخلي چې د سهار نه به تر ماښامه دوه مختلفو پیچونو باندې سیالۍ کیږي.

دا چې امریکا کې د یو ورځنۍ یا څلو ورځنيو سیالیو د لیدو دپاره خلک وخت او امکان نه لري، نو د شل اوریزې سیالو لیدونکي زیات دي. په دې نیزدو ورځو کې د کرکټ د نړیوالې شورا په ابتکار د نړۍ قریب دوه ویشت لوبغاړي د هندي لوبغاړي سچن ټنډولکر او اسټرالیاي لوبغاړي شین وارن په مشرۍ د امریکا دریو ایالتونو،نیویارک ،ټیکساس او کیلفورنیا ته راغلي وو. د ال سټارز کرکټ سیالیو د لارې ېې میلونو خلک کرکټ ته راجذب کړی. په زرهاو خلکو په میدان او لکهاو خلکو په تلویزون دغو سیالیو نه خوند واخیست.

امریکا کې افغان لوبغاړو ته تود هرکلی ویل شوی
امریکا کې افغان لوبغاړو ته تود هرکلی ویل شوی

اوس به دویم گام کې د امریکا د کرکټ کونسل د امریکا د داخلي کلبونو د کرکټ د ودې او ټول هیواد کې د کرکټ د پرمختگ دپاره د یو ایس اوپن کرکټ ټورنامنټ سیالۍ ترتیب کړیدي، چې هر څوک کولی شي چې د څلور زرو ډالرو د فیس ورکولو سره خپل ټیم پکې شامل کړي او د داخلي لوبغاړو سره سره د نورو هیوادونو نه هم لوبغاړي را وغواړي.

د کال ٢٠٠٩ نه تر سږ کال پورې شوو سیالیو کې د هند، پاکستان ،سري لنکا، غرب الهند ،بنگله دیش او نورو ملکونو مشهورو لوبغاړو لکه شاهد افریدي، سارو گنگولي، ملینگا،جې سوریا، باردین،عمر اکمل او شعیب اختر برخه اخیستې.

د سږ کال د یو ایس کرکټ اوپن زړه پورې خبره دا ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم یو شمیر لوبغاړي هم د کینډل سټار په نوم د یو محلي کلب لخوا را بلل شوي او دوي به د امریکا د کرکټ په دې رنگینو سیالیو کې برخه اخلي.

څلور ورځو دپاره به دوه دیرش ټیمونه شل اوریزې سیالۍ کوي
څلور ورځو دپاره به دوه دیرش ټیمونه شل اوریزې سیالۍ کوي

د افغانستان نه چې کوم لوبغاړي رابلل شوي ،هغې کې د ملي ټیم مشهور لوبغاړي ،سمیع الله شینواري، گلبدین نایب، افسر ځاځی، نور الحق ملکزي، یمین احمدزی، ناصر جمال، محمد مجتبي او رحمت شاه زرمتی شامل دي. چې دوي کې ځیني د ملي ټیم او د نور د نولس کلن ټیمونو غوره لوبغاړي دي. تر اوسه پینځه لوبغاړي فلوریډا ته را رسیدلي او سمیع الله شینواري، گلبدین نایب او یمین احمدزی په متحده عربي اماراتو کې د خپلو مصروفیاتو له کبله لا نه دي راغلي.

د افغانستان نه راغلو لوبغاړو کې د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي نور الحق ملکزي د امریکا غږ آشنا راډیو سره خبرو کې ویلي دي چې دوي د کرکټ په یو نړیوال ټورنامنټ چې په امریکا کې کیږي، خپل گډون د افغانستان دپاره یو افتخار بولي او وايي چې دوي راتگ د افغانستان دپاره په دې مناسبت هم ډیر گټور دی چې دلته میشت خلک به د افغانستان د ځوانانو د کمال او استعداد سره اشنا شي او وبه ویني افغانستان یوازې د جنگونو او مصیبتونو کیسې نه لري ،بلکې د ویاړونو او بریایو داستان هم لري.

په امریکا کې دکرکټ د ودې دپاره دا ټورنامنټ ډیر ارزښت لري
په امریکا کې دکرکټ د ودې دپاره دا ټورنامنټ ډیر ارزښت لري

په یو ایس اوپن کرکټ ټورمنټ کې د گټونگي ټیم دپاره ٥٠ زره ډالره انعام ایښودل شویدی. دویم مقام گټونکی ټیم به ٢٥ ډالره اخلي. دریم به لس زره او باقي به څلورم مقام ټیم ته رسیږي. همدا شان د هرې لوبې غوره لوبغاړی به هم جایزې اخلي. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم راغلي لوبغاړي وايي چې دوي د پیسو نه زیات دې ته خوشاله دي چې امریکا ته راغلي او د نړۍ د مشهورو نورو لوبغاړو سره مقابله کوي.

د امریکا د کرکټ د شورا په وینا احتمال دی چې قریب لس زره کسان د دسمبر د دریمې نه تر شپږمې پورې جاري لوبو لیدو ته ورشي. یو محلي تلویزون به دغه لوبې فلوریډا کې په ژوندۍ بڼه ښي. چې د تلویزون په ویب پاڼه ېې نورې نړۍ کې هم خلک لیدی شي. همدا شان د امریکا غږ آشنا راډیو تلویزون، ویب پاڼه او فیسبوک به هم د دې ټورنامنټ د جریان ،د افغان لوبغاړو د گډون او ورسره مرکو او تازه احوال نه خپل اوریدونکي، کتونکي او مینه وال خبر ساتي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG