د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کرکټ ستره میله پېل شوه


د امریکا د کرکټ کلنۍ شل اوریزې سیالۍ چې یو ایس اوپن ټي ټونټي په نوم یادیږي ، د اووم کال پړاو ېې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د فلوریډا ایالت د فورټ لاډر ډیل په مرکزي کرکټ لوبغالي کې یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې ،د سیمې ولسوال مارټن ډیوډ کير ېې پرانسته وکړه. د پرانستې د غونډې پیل د امریکا د ملي سرود سره وشو. چې محلي مکتب د شاګردانو لخوا موسیقۍ سره وویل شو.

قلوریډا کې د امریکا د کرکټ ستر لوبغالی
قلوریډا کې د امریکا د کرکټ ستر لوبغالی

د یو ایس اوپن کرکټ د سږني کال په سیالیو کې اته ویشت ټیمونه برخه اخلي. چې د دسمبر د اوومې نه به تر شپږمې پو رې به د فلوریډا د مرکزي کرکټ لوبغالي ترڅنګ شپږو نورو لوبغالو کې ترسره کیږي. هر میدان کې به د ورځې دوه لوبې وي چې مجموعې کې د ټورنامنټ په اوله ورځ څوارلس سیالۍ وشوې. د امریکا د پړانګانو په نوم د دې سیالیو د تیر کال قهرمانان ټیم د شکاګو ایالت د ټیم سره لومړۍ لوبه وکړه.

د امریکا د کرکټ په روانه میله کې د تیرو کلنو په پرتله یو نوی رنګ د افغانستان دی، دا ځل دې سیالیو کې برخه لرونکو امریکايي کرکټ کلبونو د جملې نه یو ټیم چې کینډل سټار نومیږي، هغوي د خپل ټیم دپاره اته افغان لوبغاړي رابللي وو ،چې د اتو نه ېې پینځه وتوانیدل چې سیالیو کې برخه واخلي . دې کې نور الحق ملکزی، افسر ځاځی .محمد مجتبی،رحمت شاه او ناصر جمال شامل دي . دوي نه علاوه په ټیم کې یو بل افغان عثمان چې د امریکا اټلانټیک سټي کې ژوند کوي ،دوي سره مل شوی .نور لوبغاړي دلته میشت پاکستانیان دي.

افغان لوبغاړي په لومړي ځل امریکا کې کرکټ کوي
افغان لوبغاړي په لومړي ځل امریکا کې کرکټ کوي

د افغان ملي لوبغاړو په ګډون د کینډل سټار ټیم لومړۍ سیالۍ د انګلستان نه راغلي کلب ټیم سره درلوده چې د لندن د کلبونو لوبغاړي پکې شامل وو. د نور الحق ملکزي او ملګرو ټیم ته ېې ۱۴۹ منډو هدف ورکړو. خو دوي ونکړی شو چې شل اورو کې پوره کړي .اخري اوور کې شل منډې پکار وې خو ونشوې. رحمت شاه زرمتی تر اخره ولاړ و خو څوارلس منډې کمې شوې.

د لوبې نه پس افغان لوبغاړي نور الحق ملکزي وویل چې امریکا کې د کرکټ کولو تجربه ېې ښه وه .مقابل ټیم تکړه و او زموږ تکړه توپ اچونکي لکه ګلبدین او سمیع الله شینواري رانغلل نو بې تجربې لوبغاړو سره میدان ته ووتو. د مقابل برتانوي ټیم کپتان وویل چې د افغان لوبغاړو د استعداد نه خبر دي ځکه چې د ملي ټیم د بریاو نه خبریږي ،نن ېې نیزدې نه ولیدل نو نور هم خوشاله شول.

د افغان لوبغاړو د ټیم بله سیالي د دایمي حریف ټیم د متحده عربي اماراتو نه راغلي ټیم سره وه. د باران د اندیښنې له کبله لوبه شلو په ځای پینځلس اورو ته لنډه شوه. مقابل ټیم توپ وهنه وکړه. افغان بالرانو مجتبی ملکزي او رحمت شاه اووو اورو کې یو وویشت منډې ورکړې خو د ناصر جمال یو اوور کې ۲۱ وشوې نو مقابل ټیم ۱۵ اورو کې منډې ۱۰۰ ته ورسولې .

خو بیا داسې زوره ور باران پیل شو چې د کیڼدل سټار ټیم توپ وهنه ونکړه. دې سره لوبه مساوي ختمه شوه. لوبې نه پس

دا ځل اته ویشت ټیمونه دې سیالیو کې ګدون کوي
دا ځل اته ویشت ټیمونه دې سیالیو کې ګدون کوي

افغان لوبغاړي رحمت شاه وویل چې امریکا کې کرکټ نه ېې خوند واخیست .موږ فکر نه کوه چې دلته به هم دومره کرکټ کیږي. هغه وویل چې ښه لوبه کول اصل هدف او د افغانستان نوم روښانول مرام دی.هغه که اسټرایلیا وي .شارجه او که امریکا

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG