د لاس رسي وړ اتصالات

په اوریگن کې ملیشو حکومتي ودانۍ نیولې ده


وسله والو ویلي چا ته د زیان رسولو نیت نلري

وسله والو ویلي چا ته د زیان رسولو نیت نلري

د متحده ایالاتو په اوریگن ایالت کې یوې غیرمسؤلې وسلوالې ډلې د فدرال حکومت پر یوې ودانې قبضه کړې ده.

دا پیښه له شنبې ورځې دوام لري. د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو چارواکو هڅه وکړه چې د وسلوالو مقاومت ختم کړي، خو په وسلو سمبال کسان چې د سیمې بزگران او کروندگر دي، وایي آن ترکلونو مقاومت ته چمتو دي.

دغې غیر منظمې سل کسیزې ډلې د برنز ناحیې ته نژدې د ملهیر په نوم د وحشي ژؤو ساتلو فارم قبضه کړی دی. دوئ د یو حکومتي قاضي پر هغه حکم اعتراض کوي چې دوه کروندګر يي د دویم ځل لپاره په ۲۰۱۲ کال کې د حکومتي ځمکو سوزولو په تور په پنځه کلن بند محکوم کړ.

د ملهیر د وحشي ژویو د ساتلو فارم

د ملهیر د وحشي ژویو د ساتلو فارم

دا پیښه په داسې حال کې کیږي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ د هیواد د قانون د پلي کولو چارواکو سره لیدنه کوي.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس به د دو شنبې په ورځ د یو عالي فرمان په ترڅ کې په متحده ایالاتو کې د فدرالي وسلو د کنترول قوانین سخت کړي.

ولسمشر اوباما د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزیرې لوریتا لنچ، د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا اف بي ای مشر، جمیز کومي او نورو چارواکو سره په سپینې ماڼۍ کې ملاقات کوي. ښاغلي اوباما وویل:

" د متحده ایالاتو په گوټ گوټ کې د وسلو له امله د تاوتریخوالي په نتیجه کې ژوندي پاتې شوي او هغو کسانو چې په دې ډول پیښو کې خپل اولادونه، مور او پلار، د ژوند ملگري او عزیزان له لاسه ورکړي، هره ورځ مجبوره کیږي چې د خپلو عزیزانو د غم کلیزه ولمانځي، او کانگرس اوس هم لا د دې ډول پیښو د مخنوي لپاره څه ندي کړي چې نورې کورنۍ وژغوري."

جمهور رئیس اوباما په امریکا کې د وسلو د کنترول قوانین سختوي

جمهور رئیس اوباما په امریکا کې د وسلو د کنترول قوانین سختوي

ښاغلی اوباما د یو عالي فرمان په ترڅ کې ضرورت نلري چې د کانگرس ملاتړ ترلاسه کړي چېرې چې اکثریت غړي یې جمهوري غوښتونکي گوند دي او اکثریت یې د وسلو د محدودیت سره مخالفت لري. خو بیا هم هر اقدام چې ولسمشر اوباما وکړي، کیدای شي هغه د قانوني ستونزو سره مخامخ کړي.

د وسلو په کنترول باندې د ولسمشر اوباما پاملرنه هغه مهال زیات شو چې د متحده ایالاتو د کلېفورنیا ایالت په سانبرناردنیو سیمه کې د مرگوني برید په گډون چې پکې ١۴ کسان ووژل شول، په ټول هیواد کې یو شمیر مرگوني پیښې وشوې.

جمهور رئیس اوباما به په دې هکله د پنجشنبې په ورځ د سي ان ان په تلویزوني شبکې کې خبرې وکړي. جمهور رئیس اوباما به د جنوري میاشتې په دولسم باندې د متحده ایالاتو کانگرس ته د خپلې دورې ورستۍ وینا وکړي.

بارک اوباما د دوو دورو جمهوري ریاست وروسته یعنی د اتو کلونو وروسته د ٢٠١٧ میلادي کال په جنوري میاشت کې سپینه ماڼۍ راتلونکي جمهور رئیس ته پریږدي.

XS
SM
MD
LG