د لاس رسي وړ اتصالات

د حقاني شبکې سره دې د آی اس آی همکاري نوره پای ته ورسیږي، مولن


د حقاني شبکې سره دې د آی اس آی همکاري نوره پای ته ورسیږي، مولن

د حقاني شبکې سره دې د آی اس آی همکاري نوره پای ته ورسیږي، مولن

د امریکا تر ټولو جګپوړی پوځي صاحب منصب، د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس، ستر جنرال مایک مولن په روانې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د جګپوړو چارواکو سره په غونډو اخته دی.

پدغو غونډو او مجلسونو کې په سیمې کې د پوځي جګړې د راتلونکې او د تروریزم پر ضد مبارزې باندې بحثونه کیږي.

د امریکا د پوځ تر ټولو جګپوړی صاحب منصب پداسې وخت کې سیمې ته سفر کوي چې له یوې خوا پدې تیرو دوه میاشتو کې د ځینو پیښو له وجې د پاکستان او امریکا اړیکې زیاتې خړې پړې شویدي او له بلې خوا په افغانستان کې هم جګړه په یوه مهم پړاو کې ده.

د پاکستان او امریکا تر مینځ اړیکې زیاتې پیچلې دي چې پدې کې یوازې په افغانستان کې جګړه نده شامله. په افغانستان کې جګړه د پاکستان او امریکا تر منځ د ګډ کار کولو مرکزي حیثیت لري ځکه هغه تندلارې ډلې چې په افغانستان کې د ناټو د قواوو په خلاف جګړه کوي، د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او امریکا د پاکستان نه غواړي چې دغه مرکزونه دې له منځه یوسي.

امریکا په پاکستان کې د تندلارو ډلو په خلاف دوه ډوله مبارزه کوي، یوه یې د بې پیلوټه الوتکو حملې دي او بله یې په پاکستان کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د کارکوونکو پټ عملیات دي. دغو دواړو د پاکستان د ولس زیات قهر او غضب راپارولی دی.

خو له بلې خوا بیا پاکستان د هغو جنګیالیو پر ضد د جدي اقداماتو په کولو کې زړه نا زړه دی چې د دغه ملک په شمال لویدیځو برخو کې ځالې لري. په همدې وجې امریکا د پاکستان نه زیاته ناراضه ده. د پاکستان نه د امریکا بله ناراضایي دا ده چې د پاکستان د استخباراتو د ادارې ISI ځیني غړي د حقاني د شبکې په شان د ځینو وسله والو ډلو سره په پټه مرستې کوي.

جنرال مایک مولن چې په پاکستان کې یې د خبریالانو سره خبرې کولې، وې ویل چې د حقاني شبکې سره همکاري باید چې نوره ودریږي.

" د حقاني شبکه د هغو طالبانو سره همکاري کوي او آسانتیا ورته برابروي چې د پاکستان نه افغانستان ته اوړي او هلته امریکایان وژني ، دا زما لپاره د منلو نده او زه به تر آخري حده دا هڅه کوم چې دا کار بند شي. د پاکستان استخباراتي اداره ISI د زیاتې مودې راپدیخوا د حقاني د شبکې سره اړیکې لري، البته ټول ISI نه خو دا همکاري شته. "

ستر جنرال مولن همدرانګه وویل چې پخوا دا د پاکستان د پوځ په ګټه وه چې د ځینو تندلارو ډلو نه کار واخلي او زیاته یې کړه چې هغه پدې پوهیږي چې د پاکستان د پوځ عمده نقش دا دی چې د خپل ملک ګټې وساتي خو دا خبره یې هم وکړه چې د دغو ډلو سره همکاري باید چې نوره بنده شي.

XS
SM
MD
LG