د لاس رسي وړ اتصالات

پاک پوځ وایي امریکایی روزونکي پاکستان ته ندي ورغلي


د پاکستان اردو دا خبره رد کړې ده چي د امریکا د اردو روزونکي بیرته پاکستان ته ستانه شوي دي. که دا کار سوی وي، نو هغه داسي اقدام دی چي ددواړو هیوادونو تر منځ د روابطو ښه کیدو ته اشاره کوي.

دا روابط وروسته له هغه خراب سول چي ائتلافي قواو د تیر کال د نومبر په میاشت کي په هوایي حملو کي اشتباها ٢۴ پاکستاني عسکر ووژل.

د رویترز خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ وویل چي د امریکا د خاصو عملیاتو تقریبا ١٠ عسکر د پاکستان په شمال لویدیځ کي د روزني یوه مرکز ته استول شوي دي. مگر د پاکستان د اردو چارواکو پرون د پنجشنبې په ورځ په یوه لیکل شوي پیغام کي چي امریکا غږ ته یې استولی دی وویل چي دا رپوټ" غلط، بې اساسه او گمراه کونکی دی. "

پاکستان تیرکال ددغي حملې له کبله د امریکا له خوا د عسکري روزني پروگرام فسخ کړ او په افغانستان کي یې د ناتو د قواو لپاره د موادو رسولو لاري هم بندي کړې.

له بلي خوا د پاکستان یوې یاغي ډلي ( لشکر اسلام ) پرون وویل چي د ډاکټر شکیل افریدي سره چي د القاعدې د مشر اسامه بن لادن په پیدا کیدو کي یې له واشنگټن سره مرسته وکړه، هیڅ اړیکي نه لري. د غي ډلي هغه ملي خائن او د اسلام دښمن وباله او ویې ویل چي که په لاس ورسي، نو سزا به ورکړي.

د محکمې له خوا په یوه سند کي چي د چهارشنبې په ورځ خپور سو، ویل سوي دي چي د خیبر پښتونخوا یوې قبایلي محکمې ډاکټر افریدی په دې محکوم کړ چي په سیمه کي یې د یاغیانو سره مرستي کولې. په دې فیصله کي ویل شوي دي چي دغه ډاکټر به د لشکر اسلام د ډلي د یاغیانو سره کتل او هغوي ته به یې مالي مرستي ورکولې او د هغوي طبي علاج به یې کاوه.

په عین حال کې پاکستان وایي چي هوا ته یې یو کروز توغوندی په بریالیتوب سره آزمویلی دی. دغه توغوندی ذروي کوپړۍ تر ٣٥٠ مایلو پوري انتقالولای سی.

د پاکستان د اردو په یوه بیانیه کي ویل شوي دي چي دغه توغوندی چي خپله د پاکستان له خوا جوړسوی دی، د خپلو کوپړیو په وسیله خپل اصلي هدف ویشتلای سی.

دا په همدې میاشت کي د پاکستان د توغوندیو څلورمه آزموینه وه.

هند او پاکستان چي له ١٩۴٧ کال نه راوروسته یې درې جگړې سره کړي دي، عموما د توغوندیو آزمویني کوي.

XS
SM
MD
LG