د لاس رسي وړ اتصالات

اکمالاتي لارې به ژر پرانیستل شي، ناټو


د ناټو د تړون عمومي منشي اندریس فو رازموسن ایي هیله لري چې د پاکستان له لارې په افغانستان کې د ناټو د میشتو ځواکونو لپاره به د اکمالاتو لارې ډیر ژر پرانیستل شي.

رازموسن دغه څرګندونې پرون د چارشنبې په ورځ په استرالیا کې کړیدي. د هغه د څرګندونو نه یوازې څو ورځې وړاندې د امریکا مذاکره کوونکي چې پاکستان ته د خبرو لپاره تللی ؤ، پرته لدې چې کومې موافقې ته سره ورسیږي بیرته امریکا ته ستانه شول.

پاکستان دا لارې وروسته تر هغې وتړلې چې د پاکستان 24 عسکر د امریکا په یوه هوایي برید سهواً د افغانستان پولې سره نږدې ووژل شول.

په عین حال کې امریکایي او پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د دې مسلې د حل کولو لپاره اوس هم دواړوه خواوې په خبرو اخته دي.

راسموسېن دهغو تړونو نو پر اهمېت هم ټېنګار وکړ چې تېره اونۍ ېې اعلان کړل. ددغو تړونونو له مخی به ناټو دمرکزي اسیا دهېوادونو قزاقستان، کېرغېزېستان او ازبکستان له لارې خپل نظآمی تجهېزات هغه وخت له افغانستان څخه بېرته انتقال کړی چې دافغانستان د جګړې لمن سره راټوله کړی.

دناټورئېس فاغ راسموسین وايی:

" مونږ دومره لارې غواړو څومره چې په لاس راتلی شي. داخبره څرګنده ده چې د افغانستان په څېر ډېر پراخ ماموریت لمن راټولول له لوژېستېکی پلوه ، ېوغټ ازمېښت دی چې پکارده چاره ېې وسنجول شی. له همدی ا مله موږ دومره اکمالاتی لارو ته اړتېا لرو څومره چې ممکنې وي. "

رپوټ وايی پاکستان له امرېکا نه غوښتنه کړی وه چې دهغه خونړي برید له امله بخښنه وغواړي او د بی پېلوټه الوتکېو بمباري دپاکستان په خاوره کې په ټپه ودروي. خو واشنګټن ددغو دواړو غوښتنو له منلو نه انکار کړی دی. د سرحد د خونړي برید په برخه کې ېې خواخوږي څرګنده کړی وه، خو د بې پېلوټه الوتکېو بمبارېو ته ېې د پاکستان په شمال لویدېځه قباېلی علاقه کې ادامه ورکړېده. دامرېکا متحده اېالات دانظر لري چې د بې پېلوټه الوتکېو بمباري د القاعده او طآلبانو خلاف جګړه ډېرزېات اهمېت لري.

XS
SM
MD
LG