د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتوران: له پاکستان سره روابط ناڅرګند دي


امریکايي سناتوران: له پاکستان سره روابط ناڅرګند دي
امریکايي سناتوران: له پاکستان سره روابط ناڅرګند دي

د امریکا د ملي امنیت یو پخواني سلاکار کانګرس ته وویل چې د اسامه بن لادن له مرګ وروسته لا تر اوسه د امریکا او پاکستان اړیکې ناڅرګندې پاتې دي‫.‬ متقاعد جنرال جیمز جونز وویل که پاکستان ددغو ټکنیو اړیکو ښه کیدل غواړي نو باید پخپله رویه کې بدلون راولي‫.‬

پاکستاني چارواکي وايي نن پیښور ته نږدې د ۷۰ تنو طالبانو یوې ډلې پر امنیتي پوستې برید وکړ دوه پولیس یې ووژل او پنځه نور یې زخمیان کړل‫.‬چارواکي وايي په جګړه کې ۱۵ بریدکوونکي هم وژل شوي دي‫.‬

چارواکي همدارنګه واييپه کوټه کې د فرقيي تشدد په لړ کې په موټر سایکل سپاره یوه تن پر یوه موټر ډزې وکړې او ۴ شعیه ګان یې ووژل‫.‬

له دې یوه ورځ مخکې رپوټونو وښودله چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې د ناټو د هیلکوپترو او پاکستاني عسکرو تر منځ په ډزو کې دوه پاکستانيعسکر زخمي شوي دي‫.‬

‫په عین وخت کې،‬ د تیرو څو اوونیو راهیسې د کانګرس غړي دا پوښتنه کوي چې آیا پاکستان ته د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستې پرځای دي‫؟ د ایډاهو ایالت جمهوري غوښتونکی سناتور جیمز ریچ وايي اسلام آباد ته نږدې د امریکايي خاصو قواوو په عملیاتو کې د اسامه بن لادن له وژل کیدو راوروسته په پاکستان کې د امریکا ضد احساسات په زیاتېدو دي.‬

جیمز ریچ، جمهوري غوښتونکی سناتور:

‫((‬هلته هره احصایه ښيي چې دوی موږ نه خوښوي‫.‬ پر دوی د تیر کال د سیلابونو ناورین تیر‫ شو. موږ د مرستې لپاره تر ټولو لومړی ورغلو. عسکر مو ور ولیږل او د خلکو ژوند مو وژغوره. په سلګونو میلیونه ډالر مو د دوی د پلونو په رغولو ولګول. د ایډاهو خلک پوښتنه کوي چې ولې موږ د خپلو بچو پیسې پر داسې ملک ولګوو چې موږ نه خوښوي)).‬

د امریکا د ملي امنیت یو پخواني سلاکار متقاعد جنرال جیمز جونز، د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته ورغوښتل شوی و او د پاکستان د اعمالو په اړه یې په زغرده خبرې وکړې‫.‬

‫((‬باید په رویه کې یې بدلون راشي‫))‬

د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس د یموکرات سناتور جان کیري وویل بې شمیره دلایل ایجابوي چې امریکا باید له پاکستان سره ښې اړیکې وساتي‫.‬ سناتور کیري په افغانستان کې د امریکايي قواوو شتون ته اشاره وکړه‫.‬

جان کیری، د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس:

‫((‬زموږ عسکر په افغانستان کې دي‫.‬ په همدې سبب او لږ تر لږه زموږ ددې هدف لپاره چې غواړو القاعده ورکه شي‫)).‬

جنرال جونز وویل پاکستان به همداسې زړه نازړه د امریکا ملګرتوب کوي ځکه چې دغه ملک باور لري چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته به امریکا په سیمه کې خپل پراخ فعالیت او مرستې راکمې کړي‫.‬

XS
SM
MD
LG