د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او پاکستان د خبرو نتیجه: ناکامي


یوه مشهوره امریکایي ورځپاڼه وايي ، د پاکستان او امریکا ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د بیرته ښه کیدو دپاره د لوړې سطحې خبرې ناکامې شوې.

د دواړو هیوادونو تر منځ د خبرو د ناکامۍ وجه داده چې پاکستان د واشنګتن نه غواړي چې د هوایي حملې له کبله دې بخښنه وغواړي.

نیویارک ټایمز وایي مارک ګروسمن ، د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا خاص استازئ د دوه ورځو خبرو نه وروسته د جمعې په شپه د اسلام اباد نه بیرته ولاړ. ددی خبرو د هغی خړپړتیا لیرې کولو ته ګټه ونکړه چې په تیر نوامبر کی د افغانستان په سرحد باندی د امریکا په هوایی حمله کی د پاکستان د ٢۴ عسکرو د وژل کیدو په سر ددی دوه هیوادونو ترمنځ پیدا شویده.

امریکا ویلي دي چې د هوایي حملې له کبله بخښنه نه غواړي ، او پاکستان ، په افغانستان کې د ناټو قواوو ته د تدارکاتود رسولو لارې بندې کړیدي.

دغه دوه هیوادونه د سرحد نه دې خوا ته د پاکستان په خاوره کی د هغې مرګانې حملی د پیښیدو په باره کې ، چې په دې تیرو لسو کالونو کی ساری نلري، د یو بل سره اختلاف نظر لري.

نیویارک ټایمز وایي امریکا د اپریل ترپنځلسم پورې ، یعنې تر هغه وخت پورې چې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې همزمانې حملی وشوې، په دې باره کی جدې غور کاوه چې د پاکستان نه بخښنه وغواړي.

د امریکا پوځي او استخباراتی مامورین وایي، دا حملې دحقاني ډلې کړیدي. دا ډله یوه ترورستي ډله ده چې مرکز یي د پاکستان په قبایلی علاقې شمالی وزیرستان کې دی.

نیویارک ټایمز وویل ، دغو حملو هغه بحث بلې خوا ته واړوه چې ایا د امریکا جمهورریس براک اوباما او یا بل لوړ رتبه امریکایی مامور باید د تاسف څرګندولو نه بل څه ووایي. واشنګتن دوخته تاسف څرګند کړیدی.

پاکتستاني مامورین وایي، له بخښنې غوښتنې پرته ، په افغانستان کې د ناټو قواوو ته د تدارکاتو رسولو لاره نه شی خلاصولی. ددې په بدل کې امریکا هم پاکستان ته نظامي مرسته چې کوم درې ملیارده ډالره کیږی، ځنډولی ده.

دغه ورځپاڼه وایي ، ددی دوه هیوادونو اړیکو د خرابۍ ادامه د شیکاګو په کنفرانس کې د پاکستان ګډون مشکل کوی، حتی کیدی شی چې هیڅ ورته بلنه ورنکړل شي. په درې هفتو کې د ناټو عالی غونډه په شیکاګو کې جوړیږي.

نیویارک ټایمز رپوټ ورکوي چې د امریکا حکومتي مامورینو د جمعې په ورځ وویل، دغه مسله به ښایي دومره زر حل نشي

XS
SM
MD
LG