د لاس رسي وړ اتصالات

بې پیلوټه الوتکو په پاکستان کې شپاړلس کسه وژلي دي


بې پیلوټه الوتکو په پاکستان کې شپاړلس کسه وژلي دي
بې پیلوټه الوتکو په پاکستان کې شپاړلس کسه وژلي دي

پاکستاني چارواکي وایی چی د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حملو کي چی د ملک په شمال لویدیځه سیمه کي یې وکړې، لږترلږه شپاړلس کسه وژل شوي دي.

چارواکو وویل چی نن د شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په سرحدي قبایلي سیمه کی د ( دته خیلو ) کلي ته نږدې څلور توغوندي په یوه کور باندي وار شول. چارواکي وایی چې د دې پیښې نه وروسته په یوه بل کور باندې هم حمله شویده.

د توغوندیو دا حملې په داسي حال کي کیږي چی د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. پاکستان له دې کبله چی ناتو یې په خاوري باندی هوایی حمله کړې او وایي چی درې عسکر یې وروژلي دي، په افغانستان کی د ناتو د قواو دپاره مهمه اکمالاتي لاره بنده کړې ده.

له بلې خوا پاکستاني پولیسو ویلي دي چې وسله والو کسانو د مردان په ښار کې یو معتدل اسلامي عالم او د هغه یو همکار وژلي دي. دغه اسلامي عالم محمد فاروق خان نومیده چې د سوت د پوهنتون د رئیس مرستیال و.

XS
SM
MD
LG