د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي هلیوکوپترو درې پاکستاني عسکر وژلي دي


امریکایي هلیوکوپترو درې پاکستاني عسکر وژلي دي
امریکایي هلیوکوپترو درې پاکستاني عسکر وژلي دي

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې په افغانستان کې امریکایي هلیکوپترو د ځان د دفاع په خاطر ‌ډزې کړیدي او داسې ښکاري چې پدې پیښې کې د پاکستان درې تنه عسکر په یوې سرحدي پوستې کې وژل شوي وي.

په کابل کې د ناټو قوماندانۍ ویلي دي چې د هغوي یوه هلیکوپترو پرون د پنجشنبې په ورځ د لنډې مودې لپار پدې خاطر د پاکستان خاورې ته واوښته چې د یاغیانو په یوه مرکز باندې چې د افغانستان په خوا کې پروت ؤ ډزې وکړي خو هغوي وایي چې د پاکستان د پولې لخوا پرې د سپکو وسلو ډزې وشوې اوهلیوکوپتر هم د ځان د دفاع په خاطر ځوابیه ډزې وکړلې.

خو د پاکستان پوځ بیا وایي چې دوه هلیوکوپترې د سرحد نه اوښتې وې او د سرحدي قول اردو په یوې پوستې باندې چې دوه سوه متره دننه د پاکستان په خاورې کې پرته ده ډزې کړیدي. د پاکستان د پوځ په اعلامې کې ویل شویدي چې لومړی هلیکوپترو په پاکستاني عسکرو باندې ډزې وکړې او وروسته بیا عسکرو پدې خاطر په هلیکوپترو ډزې وکړې چې د ناټو قواوو ته دا وښیي چې د پاکستان هوایي قلمرو ته وراوښتې دي. پاکستان وایي چې هلیوکوپترو په یوې پوځې پوستې باندې دوه توغندي وار کړیدي، پوځي پوسته یې ړنګه کړیده، دری عسکر یې وژلي دي او درې تنه نور یې ټپي کړیدي.

خو د امریکا د دفاع د وزارت یو عالي رتبه ویاند ډګروال ډیوډ لاپان وایي چې لومړی ډزې پاکستانیو کړیدي او د هلیکوپترو ځوابیه دزې د حیرانتیا خبره نده.

" پاکستان پخپلې اعلامې کې هم دې خبرې ته اشاره کړیده چې عسکرو یې په هلیکوپترو باندې اخطاریه ډزې کړیدي. او که چیرته د جګړې په ډګر کې په هلیکوپترو باندې ډزې وشي نو دا ورته د دښمن عمل ښکاري او باید چې ځوابیه ډزې وکړي."

په کابل کې د ناټو عمومي قوماندانۍ په پیښې کې د پاکستاني عسکرو په وژل کیدو خواشیني ښودلې ده او ویلي یې دي چې د پاکستان سره به په ګډه پدې کار کوي چې دا پیښه څنګه شویده.

په عین حال کې پاکستان هغه لارۍ موټرې د خیبر په درې کې بندې کړیدي چې د ناټو مواد د طورخم له لارې افغانستان ته انتقالوي. ډګروال لوپان یو ځل بیا وایي چې د پاکستان دې عمل د ناټو په قواوو باندې تر اوسه کوم خاصه اغیزه نده درلودلې.

" تر دې دمه دا نده مالومه چې د پاکستان دا اقدام به څه اغیزې ولري ځکه تر اوسه دا نده مالومه چې دا کار به څومره وخت دوام وکړي. خو د پاکستان د حکومت سره مو پدې اړه خبرې پیل کړيدي او هیله لرو چې دا مسئله به ژر حل شي.

لاپان همدا رنګه وویل چې د پاکستان او افغانستان تر منځ نورې سرحدي لارې د ناټو د موادو لپاره خلاصې دي او بله دا چې ناټو د هوا له لارې هم او همدارنګه د افغانستان د شمال له لارې هم مواد انتقالولی شي.

XS
SM
MD
LG