د لاس رسي وړ اتصالات

عفیه صدیقي په ۸۶ کلونو حبس محکومه شوه


عفیه صدیقي په ۸۶ کلونو حبس محکومه شوه

عفیه صدیقي په ۸۶ کلونو حبس محکومه شوه

د پاکستان حکومت نن ووېل چه دېوې امرېکاېې محکمې له خوا د شپږ اېتاو کالو په حبس باندې د ېوې پاکستانئ ساېنس پوهې دمحکومولو له امله ماېوسه او خفه شوی دي.

په نوموړې پاکستانئ مېرمنې باندې دا تور لگول شوی ؤ چه په افغانستان کې ېې د ېوه امرېکاېې پرسونل دوژلو هڅه کړې وه.

دپاکستان دخارجه چارو د وزارت ېوه وېاند عبدالباسط ووېل چه د پاکستان حکومت به د(عفیه صدېقي) د خوشی کولو او خپل ملک ته د هغې دراوستلو کوښښ جاري وساتي.

دنېوېارک دښار ېوې محکمې نوموړې پاکستانئ ساېنس پوهه چه په عصبي رشته کې ېې په امرېکا کې درس لوستلی دی، پرون دپنجشنبی په ورځ په حبس محکومه کړله. د محکمې دفېصلی نه وروسته په پاکستان کی مظاهرې وشوې او خلکو دامرېکا پر خلاف شعارونه ورکړل. توقع ده چه نن دجمعې په ورځ به نورې مظاهرې هم وشي.

په عفیه صدېقې باندی د امرېکاېې پرسونل دوژلو د ناکامې هڅې نه علاوه په هغوئ باندی دحملې کولو الزامونه لگول شوی وو.

امرېکاېې څارنوالانو دمحاکمې په دوران کی ووېل چه عفېه صدېقی په کال اته دپاسه دوه زره مېلادي کې په افغانستان کې دتحقېقاتو په دوران دېوه امرېکاېې عسکر نه ټوپک په زور واخېسته او داېف بی اې په جاسوسانو باندې ېې ډزې وکړې. دنوموړې مدافع وکېلان واېې چه دمحکمې دفېصلې په خلاف به درخواست ورکړی.

دغه پاکستانئ ساېنس پوهه دغزنی په ولاېت کی په داسی حال کې ونېول شوه ، چه دڅارنوالانو په وېنا هغې دځان سره دکېمېاوی وسلو او بمونو د دجوړولو رهنما او اسناد ساتلی وو. مدافعې وکېلانو ېې ووېل چه هغه ناروغه وه او دناروغئ له امله ېې حمله وکړه. عفیه صدېقی په داسي حال کې چه په کال دوه زره درې مېلادي کې پاکستان ته تللې وه، دخپلو درېو ماشومانو سره ېو ناڅاپه لادرکه شوه. دبشري حقوقو ځېني طرفداران او مدافعان واېې چه نوموړې دافغانستان دبگرام په هواېې اډه کې امرېکاېې مقاماتو په پټ ډول قېد کړې وه.

XS
SM
MD
LG