د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړي په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې عملیات پراخه کړي


امریکا غواړي په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې عملیات پراخه کړي
امریکا غواړي په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې عملیات پراخه کړي

د امریکا د واشنګټن پوسټ مهمه ورځپاڼه وایی چي امریکا غواړي په پاکستان کی د سي آی اې له خوا د بې پیلوټه الوتکو د حملو ساحه پراخه کړي.

دغي ورځپاڼي د امریکا او پاکستان د چارواکو له قوله چي نومونه یې نه دي ذکر کړي پرون د جمعې په ورځ رپوټ ورکړي او ویلي یې دي چي د امریکا په غوښتنه کي د کوټي د ښار شاوخوا سیمي او نوري قبایلي سیمي په نظر کي نیول شويدي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼي ویلي دي چي امریکایي چارواکي باور لري چي کوټه نه یوازي د طالبانو د پټیدو ځای دی، بلکه د هغه ځای نه په افغانستان کي د طالبانو قواو ته پیسې او بمونه استول کیږي او سړي ورته استخدامیږي.

یوه پاکستاني مامور وویل چي اسلام آباد به اجازه ورنه کړي چي د بې پیلوټه الوتکو حملې دي د قبایلي سیمو نه نوري هم پسې پراخي شي او یوازي د همدغو حملو تحمل کولای شي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي رپوټ ورکړی چي پاکستان د امریکا دا غوښتنه رد کړې ده، مګر ددې سره یې موافقه کړې چي په کوټه کي دي سي آی اې ته اجازه ورکړه شي چي خپل موجودیت زیات کړي. په همدې سیمه کي همدا اوس هم سي آی اې او د پاکستان د استخباراتو اداره ( آی ایس آی ) داسي ډلي لري چی په ګډه د طالبانو د مشرانو د نیولو هلي ځلي کوي.

XS
SM
MD
LG