د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان د هڅو کلکه انتقادي ارزونه وړاندې کړه


امریکا د پاکستان د هڅو کلکه انتقادي ارزونه وړاندې کړه

امریکا د پاکستان د هڅو کلکه انتقادي ارزونه وړاندې کړه

د بارک اوباما حکومت د سه شنبې په ورځ کانگرس ته د القاعدې شبکې او نورو وسله والو یاغیانو په ځپلو کې د پاکستان د هڅو یوه کلکه انتقادي ارزونه وړاندې کړه.

دا ارزونه وايي د پاکستان د اردو سره د کلونو همکارئ او هڅو وروسته هلته هیڅ داسی څرگند نشو چې هغه یاغیان دی وځپل شي کوم چې مخ په قوت ښکاري.

په رپوټ کې په واضح توگه د حکومت او د دفاع د وزارت د چارواکو په قول د اوږدې مودی راهیسې په شخصي توگه ویل شوي چې په سرحدي سیمو کې د پاکستان لخوا د فشار راوړلو په غیر دا ډیره نا ممکنه ده چې د طالبانو یا القاعدې شبکې قوي مرکزونه له منځه یوړل شي مگر دا چې د امریکا په مشرئ د بی پیلوټه الوتکو هوايي بمبار ته دوام ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG