د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پاکستان هڅوي چې د ترهګرو په خلاف جدي اقدامات وکړي،ګراسمن


امریکا پاکستان هڅوي چې د ترهګرو په خلاف جدي اقدامات وکړي،ګراسمن

امریکا پاکستان هڅوي چې د ترهګرو په خلاف جدي اقدامات وکړي،ګراسمن

افغانستان اوپاکستان ته دامرېکا خاص استاځی اسلام اباد دېته هڅوی چې په خپله خاوره کې د ترهګرانو د ځپلو لپاره نور اقدامات هم وکړی.

سفېر مارک ګراسمن په خپل اولنی سفر کې چې هند ته ېې وکړ، د جمعی په ورځ ووېل دامرېکا متحده اېالات پاکستان دېته هڅوی چې په خپله وسه کې پوره کوشش وکړی چې ددې مسلی چاره وکړی، ځکه چې همداکار به په ګاونډی افغانستان کې دسولی له راوستلو سره مرسته وکړی.

دهغه تبصری په داسی وخت کې کېږی چې پر پاکستان باندی دامرېکا فشار مخ په زېاتېدو دی چې د افرآطېانو خلاف په کلکه اقدامات وکړی. دامرېکا متحده اېالات وايی چې افغان طالبان او له القاعده سره تړاولرونکې ډلی د پاکستان په شمال ختېځو قباېلی علاقو کې سنګرونه نېولی دی، اوله همدغومراکزو نه په افغانستان کې برېدونه کوی.

تېره اونی دامرېکا ېو جګپوړه نظامی چارواکی دامرېکا دلوېو درستېزانو دکومېټی رئېس ماېک ملېن ووېل چی د پاکستان د استخباراتو داداری ېوشمېر غړي له ېوې ډلې سره چې دحقانی د ډلی په نامه شهرت لری ، ډېر ې پخوانی اړېکی لری.

پاکستان تل داتور رد کړېدې، که څه هم ددغه هېواد پوځ دېته تماېل نلری چې دخارجی افراطېانوخلاف نوی عملېات پېل کاندی. د پاکستان پوځ وايي دوی غواړی هغه ګټی ېې چې دکورنېو طالبانوخلاف لاسته راوړېدی، غواړی هغه خپل پوخوالی ته ورسوی.

رپوټ په پاې کې وايی چې مارک ګراسمن به په دې سفر کې کابل، اسلام اباد او د سعودی عربستان پاېتخت رېاض ته سفر وکړی.

XS
SM
MD
LG