د لاس رسي وړ اتصالات

د ډرون په برید کې د حقاني شبکې مهم غړی وژل شوی


د ډرون په برید کې د حقاني شبکې مهم غړی وژل شوی
د ډرون په برید کې د حقاني شبکې مهم غړی وژل شوی

د پاکستان داستخباراتو ماموران واېې چې نن د ېوې بې پېلوټه امرېکاېې الوتکې په حمله کې چې د شمالي وزېرستان په قباېلي سېمه کې، مېران شاه ته نژدې د ډنډ په درپخېلو کلي کې په ېوه کور باندې وشوه، د حقاني د شبکې د ېوه مهم غړي په شمول څلور تنه طالبان وژل شوي دي.

د پاکستان استخباراتو ووېل چې دحملې هدف د حقاني د شبکې غړي و. د حقاني شبکه چې گومان کېږي د طالبانو او القاعدې سره اړېکې لري ، دهمدغې سېمې نه په افغانستان کې په اېتلافي ځواکونو باندې حملې کوي.

د پاکستان مامورانو ووېل چې په وژل شوو کسانو کې دحقاني دشبکې د لوژېستکي چارو مسوول جلېل حقاني چې دسراج الدېن حقاني ېو نژدې ملگرې ؤ ، شامل دی.

دلومړۍ حملې نه څو ساعته وروسته ېوې بلې بې پېلوټه الوتکې په جنوبي وزېرستان کې دافغانستان د پولې سره نژدې حمله وکړه او 6 تنه جنگېالي ېې ووژل.

نننۍ حمله په داسې حال کې وشوه چې څو ساعته مخکې دامرېکا د حکومت خاص استازي مارک گراسمن پاکستاني چارواکو سره د سېمه اېزو او نړېوالو مساېلو په هکله د خبرو لپاره اسلام آباد ته ورسېدی.

مارک گراسمن د پاکستان د بهرنېو چارو د وزېرې هېنا رباني کر سره وکتل او د امریکا او پاکستان د اړېکو د راتلونکې په اړه ېې ورسره خبرې وکړې. گراسمن خبرېالانو ته ووېل چې زما سفر د دواړو ملکونو ترمنځ د روانو مزاکراتو او مفاهمې برخه ده.

هغه ووېل ډېر مساېل شته چې دواړه خواووې پرې موافقه لري او غواړي چې په ګډه سره اقدام وکړي.

دامرېکا استازي د پوځ دلوې درستېز جنرال اشفاق کېاني او صدراعظم ېوسف رضا گېالاني سره هم وکتل. هغوي د افغانستان د روانې امنېتي وضعې په اړه وغږېدل او ښاغلي گراسمن د حقاني د شبکې د غړو د فعالېت په اړه هم پاکستاني مشران د امرېکا د تشوېش نه اگاه کړل. لوړ پوړي امرېکاېې ماموران تور لگوي چې د پاکستان پوځي استخبارات ددغې شبکې ملاتړ کوي اوپه کابل کې ېې دامرېکا پر سفارت او دناټو په قرارگاه باندې په حمله کې مرسته کړې وه.

له بلې خوا، نن ټوپکوالاو د سند په صوبه کې دناټو دتېلو دټانکرونو په ېوه قطار باندې برېد وکړ او پنځه ټانکرونه ېې وسوځول. طالبان معمولا په هغو لارېو باندې حملې کوي چې دپاکستان پر لاره په افغانستان کې د امرېکا او ناټو دځواکونو لپاره تېل او نور مواد وړي.

له بلې خوا پولېس واېې چې په اسلام اباد کې ېې د ېوه موټر نه ډېرې وسلې نېولي دي او دوه کسان ېې هم په دغه جرم کې دلاس لرلو په شک نېولي دي.

XS
SM
MD
LG