د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او پاکستان د جګپوړه پوځي قوماندانانو لومړنۍ غونډه


د پاکستان د پوځ لوی درستیز د امریکا د دوو لوړ رتبه قوماندانو سره لیدلي دي.

دا د ناټو د هغه برید نه چې د نومبر په میاشتې کې وشو او ۲۶ پاکستاني عسکر پکښې ووژل شول، د امریکایی د پوځی چارواکو سره د هغه لومړۍ کتنه ده. د نومبر په میاشتې د برید نه راپدیخوا د دوو هیوادونو تر منځ مناسبات خراب شول.

جنرال پرویز کیاني د امریکا د مرکزي قوماندنۍ د قوماندان، جنرال جیمز ماتیس او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د قوماندان، جنرال جیمز آلن سره د راولپنډۍ په ښار کې وکتل.

د پاکستان پوځ وایي دواړو خواوو د نومبر د ۲۶ نیټې د برید د څیړنو په اړه بحث وکړ او همداراز دوی په پولې باندی د همکارۍ د لاښه کولو په لارو چارو هم خبرې وکړي.

د دغه برید نه ورسته د پاکستان او امریکا تر منځ مناسبات تر بل هر وخت ساړه شول. د برید نه ورسته پاکستان په افغانستان کې د ناټو په میشتو قواوو باندې اکمالاتي لارې بندي کړلې.

د جنوري په میاشت کې د پاکستان پوځ د امریکا د پوځ هغه څیړنه چې د نومبر د میاشتې پيښه یې د دواړو خواوو د تیروتنو پایله بللی وه رد کړه. پوځ وویل چی دوی د امریکا د څیړنې د موندنو سره موافقه نه لری.

په موندنو کی ویل شوي وو چې امریکایي پوځیانو د ځان نه د دفاع په خاطر او ورسته له دی نه چی پاکستاني پوځیانو ورباندې برید وکړ د مناسبی قوې نه په کار اخیستلو سره عمل کړي و. د پاکستان پوځ وایي چې برید قصدي و.

د پاکستان پارلیمان بیا د امریکا سره د چاروچلند په نوې کړنلارو باندې بحث کوي. د نومبر د ۲۶ نیټې د برید نه ورسته د پاکستان پارلمان یوه جرګه ګۍ وټاکله چې د امریکا سره د پاکستان په روابطو غور وکړي. دغه جرګه ګۍ غوښتنه کړي چی امریکا دې د ۲۴ پاکستاني عسکرو په اړه بخښنه وغواړي او د ډرون الوتکو بریدونه دې بند کړي.

د امریکا جمهور ریس، بارک اوباما پرون وویل چې پاکستان دې -- د امریکا سره – د پاکستان په اړیکو باندې د غور کولو په جریان کې نه یوازې د پاکستان ملي حاکمیت ته د درناوی موضوع مطرح کړی بلکه د امریکا امینتي اړتیاوو ته درناوی دې هم په پام کې ولري.

XS
SM
MD
LG