د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د امریکا سره نوي د اړیکو طرزالعملونه تصویب کړل


د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ریپوټ ورکوي چې د پاکستان پارلمان د امریکا سره د اړیکو نوي طرزالعملونه منظور کړي دي چې په لړ کې به یې ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزمنو روابطو برسیره په افغانستان کې د ناټو د قواوو پر وړاندې د اکمالاتو لاره بیرته خلاصه شي.

ددغو نویو طرازالعملونو په ترڅ کې به د امریکا او ناټو د اکمالاتي کاروانونو پر وړاندې بندیزونه لیري کړل شي خو په عین وخت کې د پاکستان پر خاوره باندي د یاغیانو پرضد د بې پیلوټه الوتکې د بریدونو د سمدستي بندیدلو غوښتنه هم شوې ده . د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پارلمان غونډې دا ونه ویل چې د بې پیلوټه الوتکو د حملو بندیدل به د خیبر د لارې د خلاصولو شرط وي کنه.

د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغه نه خرابې شوې چې د نومبر په میاشت کې د افغانستان سره سرحد ته څیرمه د ناټو په هوايي برید کې د پاکستان ۲۴ عسکر ووژل شول. ددغې پېښې وروسته اسلام آباد د احتجاج په ډول د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر وړاندې لاره وتړله.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي د پاکستان د پارلمان د پریکړې درناوی کوي. په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ۳۰ په سلو کې اکمالات د پاکستان له لارې کېږي.

XS
SM
MD
LG