د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په پاکستان کې د تندلاور د پټیدو خوندي ځایونو اندیښمنه کړیده


د امریکا د اردو لوړ پوړی صاحب منصب نن د شنبې په ورځ په عین ورځ پاکستان ته رسیدلی دی چی امنیتي چارواکو وویل د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکي د پاکستان په شمال لویدیځ کي ١٦ یاغیان ووژل.

د امریکا د اردو د لویو درستیزانو د کمیټې رئیس د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولین په اسلام آباد کی دی او ټاکل شوې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز اشفاق کیاني سره وگوري. د جنرال کیاني د کار دوره درې کاله نوره هم اوږده شوې ده او ځیني فکر کوي چی دا پریکړه دا څرگندوي چی د اسلامي تندلارو سره د پاکستان جگړه به دوام ولري.

ښاغلي مولین پاکستان ته درسیدو مخکي وویل چی امریکا له دې کبله په تشویش کي ده چی تندلارو په په پاکستان کي ځان ته د پټیدو ځایونه پیدا کړي دي.

مگر مولین کله چی په هند کی خبري کولې وویل چی دی په دې باور لري چی هغه وسلې به چی امریکا یې په پاکستان باندی خرڅوي، په القاعدې او د هغې مربوط په نورو تروریستي ډلو باندي استعمالیږي.

چارواکو وویل چی د بې بیلوټه الوتکي حمله چی یاغیان یې ووژل په جنوبي وزیرستان کي شوې ده. هغوی وویل چی د وژل سوو یاغیانو څرنگوالی لا نه دی معلوم چي هغوي د کومو ملکونو وو.

ویل کیږي چی د پاکستان په شمال لویدیځو قبایلي سیمو کي القاعدې او طالبانو ځان ته مورچلونه جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG