د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پاکستان او امریکا د طالبانو سره د مزاکراتو په هکله خبري وکړې


د افغانستان، پاکستان او امریکا چارواکي هڅه کوي چې د طالبانو سره معطله شوي خبري بیا پیل کړي او د افغانستان ۱۰ کلنې جګړې ته سیاسي حل لاره پیدا کړي. د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا خاص استاځي مارک ګروسمن نن د جمعې په ورځ د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت د مرستیال، جاوید لودین او د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت د سکرټر جلیل عباس سره په درې اړخیزه غونډه کې وکتل.

درو سرو چارواکو خبریالانو ته وویل چې دوي بر پر هغو لارو چارو باندي غور وکړي چې څنګه کیدای شي د طالبانو د مشرانو دپاره چې غواړي د سولې په خبرو کې برخه واخلي مصونتیا برابره شي. ویل کېږي چې افغان طالبان په پاکستان کې میشت دي.

ښاغلي ګروسمن وویل چې د ټولو ګډ هدف دا دی چې افغانان د نورو افغانانو سره کښیني او د خپل هیواد د راتلونکې په هکله خبري سره وکړي. خو خاص استاځي ګروسمن پر دې باندي ټینګار وکړ چې طالبان باید د القاعدې سره اړیکې وشکوي، د افغانستان اساسي قانوني ومني او وسلې پر ځمکه کښېږدي.

هغه داسي وویل:"طالبانو ته پکار ده چې د القاعده د شبکې سره اړیکې وشلوي، د زورزیاتي نه لاس واخلي، د افغانستان اساسي قانون سره سم عمل وکړي او د میرمنو او اقلیتونو د حقوقو ساتنه وکړي. "

په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال جاوید لودین وویل چې سوله او ثبات په افغانستان کې د نور هر څه نه زیات اهمیت لري او ډیر ضرورت دی ورته." د افغانستان لپاره سوله د لومړیتوبونو سر کې راځي او د نور هر څه نه زیات اههمیت لري. درې واړو هیوادونو ته پکار ده چې د ستونزو سره سره د ټولو فرصتونو نه ګټه واخلو او د خپلو ګډو همکاریو پر مټ د افغانستان د روغې جوړې د پروسې ملاتړ وکړو. "

تیره میاشت طالبانو اعلان وکړ چې د سولې خبري به تر هغه پوري وځندوي ترڅو پوري چې امریکا د موضوعاتو په برخه کې خپل دریځ روښانه نکړي. د ریپوټونه له مخې امریکا په قطر کې د طالبانو سره چې د افغان حکومت سره یې د هرډول خبرو کولو نه انکار کړی دی، ابتدايي خبري پیل کړې وې.

په عین حال کې پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا خاص استاځي ګروسمن د پاکستان د باندنیو چارو د وزیرې او نورو چارواکو سره دوې اړخیزې خبري وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دي ارتباطي لارې بیرته خلاسې شي.

د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې تیرکال هغه مهال خرابې شوي چې د ناټو په برید کې د پاکستان ۲۴ عسکر ووژل شول. پاکستان ددغه برید په غبرګون کې د خیبر اکمالاتي لاره وتړله.

XS
SM
MD
LG