د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف له امریکايي چارواکو سره ولیدل


د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیوچارو له وزیر جان کیري سره ولیدل. دواړو خواوو د افغانستان او د دواړو هیوادونو د دوه اړخیرو مناسباتو او اقتصادي همکاریو په موضو ګانو باندې خبرې اترې وکړې.

واشنگټن ته له رارسیدو ورسته جان کیري د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کی د پاکستان لومړي نواز شریف ته هرکلی ووایه او یو ځای یې سره ماښامنی ډوډۍ وخوړه. دواړو مشرانو په یوشمیر موضوعاتو باندې نظریات تبادله کړل چې پکې په سیمه کې د ثبات اود افغانستان د امنیت مسئله هم شامله وه.

جان کیري هیله څرګند کړه چې امریکا ته د نواز شریف په دې سفر سره به د دواړو هیوادونو اړیکې لا نورې هم پراخې شي او ستراتیژیکې خبرې به بیا پیل شي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په خپله وینا کې د پاکستان د اقتصاد د ښه کولو او په هیواد کې د امنیت راوستلو یادونه وکړه. نوموړي وویل چې د ترهګرۍ او تندلارو د مخنیوي لپاره باید امریکا او پاکستان دواړه په ګډه کار سره وکړي.

په وروستیو کالونو کی امریکا ته د پاکستان د یوه لوړ پوړي چارواکي لمړنی سفر دی، او ښایی دا سفر به هغه اړیکې چی څه موده پخوا سره خړې پړې شوي وې ښې کړي. ویل کېږي چې نواز شریف به د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره هم وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره د نواز شریف د ملاقات په وخت یو شمیر لوړپوړي امریکایي چارواکی لکه د امریکا ددفاع وزیر چک هیګل، د امریکا د ملي امنیت مشره سوزن رائیس، د امریکا د استخباراتو یا سي ای اې رئیس جان برینین او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی جیمز ډابنز هم حاضر وو.

له نواز شریف سره په دې سفر کې د ده د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز، د مالیې وزیراسحاق ډار، په بهرنیو چارو کې د نواز شریف ځانگړی استازی سید طارق فاطمي او د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ملګري دي.
XS
SM
MD
LG