د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان امریکا او پاکستان به په دوشنبه ښار کې غونډه وکړي


د افغانستان، پاکستان او امریکا جگپوړي چارواکي به خپله درې اړخیزه غونډه د افغانستان لپاره د سیمه ایزو اقتصادي همکاریوو د کنفرانس یا ریکا په ترڅ کې سبا د دوشنبې ښار کې د افغانستان په سفارت کې ترسره کړي.

په دې درې اړخیزه غونډه کې به د سولې بهیر او د فبرورۍ په میاشت کې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر په توافقاتو خبري وشي. په عین وخت کې د ارگ یوه اعلامیه وايي ولسمشر حامد کرزی نن له غرمې وروسته د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د درې ورځني سفر لپاره تاجکستان ته روان شوی.

ولسمشر کرزی به د نوروز په نړیوال کنفرانس کې په ګډون سربیره د افغانستان- تاجکستان او ایران په درې اړخیزه غونډه کې هم برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG