د لاس رسي وړ اتصالات

یوه امریکايي پوځي مرستندویه ډله پاکستان ته رسیدلې


نن د دوشنبې په ورځ د امریکا د پوځ یوه ډله ماهرین پاکستان ته ورسیدل چې د واورۍ لاندي ۱۳۵ کسانو په راویستلو کې ددغه هیواد د چارواکو سره تخنیکي مرسته وکړي. دغه کسان د کشمیر په سیمه کې د وارورۍ د ښویدو له امله لادرکه شوي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیهاني پرون د یکشنبې په ورځ د دې ناورین د سیمې څخه لیدنه وکړه او د ژغورنې هلې ځلې یې وڅارلې. دا پېښه په یوې پرتې غرنې سیمه کې شوې او د ژغورنې ډلې د هلیکوبترو، ډاکټرانو، طبي کارکونکو، نظامي عسکرو او د لټون د سپیوو په مرسته کوښښ کوي چې د پېښې قربانیان پیدا کړي. داسي نه ښکاري چې څوک دي د دې ناورین نه بچ پاته شوی وي. پوځي چارواکي وايي چې تر اوسه پوري یې هیڅوک نه دي موندلي.

پر یادشوې نظامي مرکز باندي چې د سایچن ګلاسیر په سیمه کې موقعیت لري د شنبې په ورځ وختي شل میتره واوره راغله او سیمه یې لاندي کړه.

په دې سیمه کې هند او پاکستان دواړه نظامي پوستې لري. دا د نړۍ د جګړې تر ټولو لوړ ډګر دی چیري چې واورې ښویدو او نورو طبیعي پېښو د وسلو په پرتله زیات تلفات اړولي دي

پوځ د شنبې په ورځ وویل چې د شمال د سپکو وسلو د پیاده کنډک ۱۲۴ عسکره او ۱۱ ملکیان د واورې لاندي بند پاته دي.

پاکستان او هند دواړه د کشمیر په سیمه باندي دعوا کوي او دواړو هیوادونو په سیمه کې په زرګونو سرتیري ځای په ځای کړي دي. د دې سیمې پر سر دواړو اټمي قدرتونو دوه ځلي جګړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG