د لاس رسي وړ اتصالات

د ډرون بریدونه- د پاکستان او امریکا ترمنځ کړکېج


پاکستاني چارواکو د ډرون د حملو بندېدل غوښتي
پاکستاني چارواکو د ډرون د حملو بندېدل غوښتي

د پاکستان د حکومت مخالف گوندونه د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرگون کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي لارو بندیدل غواړي.

د پاکستان د حکومت یو شمیر مخالف گوندونه په دې هېواد کې دننه د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرگون کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي لارو د بندیدو غوښتنه کوي.

د امریکا د متحده ایالتونو د بې پیلوټه الوتکې په یو شکمن برید کې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود په داسې حال کې ووژل شو چې ددې پیښې څخه څو ورځې دمخه د پاکستان صدراعظم نواز شریف په سپینه مانۍ کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره ولیدل.

ددې دواړو مشرانو دا لیدنه کتنه د دواړو هېوادونو د اړیکو د بهترولو لپاره د یو مثبت گام په توگه وگڼل شوه.

خو پر حکیم الله محسود باندې له برید وروسته د پاکستان د کابینې یو تن وزیر اعلان وکړ چې واشنگټن په پاکستان کې دننه د سولې پروسه سبوتاژ کول غواړي.

اوس ددې هېواد د حکومت ځنې مخالف گوندونه له پاکستان څخه افغانستان ته د ناټو د اکمالاتي لارې د بندولو غوښتنه کوي.

خو په واشنتگټن کې کارپوهان پدې باور دي چې دا کار به ددې سبب شي چې د امریکا د متحده ایالتونو او پاکستان ترمنځ موجوده متزلزله اړیکي نورې هم خرابې شي.

په واشنگټن کې د ویلسن د څېړنیز مرکز غړی بل میلم وایي چې د اکمالاتي لارو بندول د دواړو هېوادونو له اړیکو سره مرسته نشي کولای. د هغه په اند دې کار ته د دوستانه چلند په سترگه نه شي کتل کیدای.

ځني نور څېړونکي بیا پدې باور دي چې واشنگټن به د پاکستان لخوا د لارې بندولو ته د یو متحد لخوا د ملگرتیا د فسخه کولو په سترگه وگوري. دوی دا هم وایي چې واشنگټن هم باید د ډرون د بریدونو په اړه یوه څرگنده پالیسي غوره کړي.

د کارپوهانو په وینا کله چې جمهور رئیس اوباما د پاکستان له حکومت سره د گډ کار کولو خبرې کولې، نو دې ژمنې ته یې اشاره ونه کړه چې که د بیت الله محسود یا حکیم الله محسود په څېر هدفونه په لاس ورشي نو امریکا به د ډرون له بریدونو څخه کار وانخلي.

د پاکستان حکومت د ډرون بریدونه ددې هېواد د حاکمیت څخه سرغړونه بولي. خو د واشنگټن پوست په یوه وروستي رپوټ کې راغلي چې دا بریدونه د پاکستان سره په هم آهنگۍ ترسره کیږي. پاکستان بیا دا خبره ردوي.

د امریکا د متحده ایالتونو په وینا د ډرون حملې هغه وسلوال په نښه کوي چې په افغانستان او پاکستان کې ترهگریز بریدونه ترسره کوي.

د چارو ارزونکي وایي، د اوږدمهاله دوه اړخیزو اړیکو لپاره واشنگټن او اسلام اباد شفاف او څرگنده کار کولو ته اړیتا لري.
XS
SM
MD
LG