د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچۍ د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو پر ضد مظاهرې شویدي


په کراچۍ د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو پر ضد مظاهرې شویدي

په کراچۍ د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو پر ضد مظاهرې شویدي

په کراچئ کې په زرګونو خلکو د پاکستان په قباېلي سېمو کې د القاعدې او طالبانو پر خلااف د امرېکا دبی پېلوټه الوتکو د حملو پر ضد مظاهره وکړه.

ددغې مظاهرې لپاره تقرېبا ٦٠٠٠ کسان راټول شوي ؤ چې دپاکستان تحرېک انصاف ګوند ترتېب کړې وه.

مظاهره چېانو دامرېکا پر ضد شعارونه ورکړل او د بی پېلوټه الوتکو د حملو سره ېې خپل کلک مخالفت څرګند کړ. خلک دامرېکاېې الوتکو حملې دپاکستان په خاوره باندې تېرې ګڼي .

دتحرېک انصاف مشر عمران خان خپلو طرفدانو ته ووېل چې دبی پېلوټه الوتکو حملې په پاکستان کې ټرورزم ته وده ورکوي. هغه دپاکستان دحکومت پرمشرانو تور ولګا وه چې دپردې شا ته ددغو حملو ملاتړ کوي او تش په خوله باندې ېې غندنه کوي.

عمران خان ووېل چې د امرېکا ترمشرئ لاندې په اصطلاح دټرورزم پرضد جنګ دپاکستان جنګ نه دی. امرېکاېې مقاماتو تراوسه پورې په ښکاره توګه داخبره نه منلې چې ګوندې په قباېلي سېموکې ېې بی پېلوټه الوتکې حملې کوي خو په خپلو شخصي څرګندون وکې مني چې دغه حملې وجود لري.

په عېن وخت کې دپاکستان مطبوعاتو پرون راپور ورکړ چې د پاکستان د استخباراتو مامورانو د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ‏ CIA دمرستېال ماېکل مورېل سره د ملاقات پر وخت دهغه نه غوښتلی دي چې د بی پېلوټه ډرون الوتکو حملې د ې نورې نه کوي.

پاکستاني مطبوعات وې ې چې د ISI رېس جنرال احمد شجاع پاشا د ښاغلي مورېل سره په د ې اړه په تفصېل خبرې وکړی خو ‏CIA لا تراوسه پورې دغه خبر نه دی تاېېد کړې او نه ېې پرې تبصره کړی ده.

XS
SM
MD
LG